ډاکټر عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر وټاکل شو

دا له نورو سره شریک کړئ Email دا له نورو سره شریک کړئ فېسبوک دا له نورو سره شریک کړئ ټوېټر دا له نورو سره شریک کړئ Whatsapp

Image copyright Getty Images
Image caption ډاکټر عارف علوي د پاکستان دیارلسم ولسمشر دی

د غیر رسمي وروستیو شمېرو له مخې د پاکستان تحریک انصاف ګوند کاندید ډاکټر عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر ټاکل شوی دی.

د مولانا فضل الرحمان، چې د پاکستان مسلم لیګ ګوند ملاتړ ورسره و، د پاکستان پیپلز ګوند اعتزاز احسن او ښاغلي علوي تر منځ د پاکستان دیارلسم ولسمشر په توګه د پارلماني سري رایو له لارې د ټاکل کېدو سیالي وشوه.

له انتخابه مخکې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف عارف علوي د خپل کاندید په توګه اعلان کړی و، خو اپوزېسیون ګوندونه نه وو توانیدلي ګډ کاندید رامخې ته کړي.

له همدې کبله پاکستان پیپلز ګوند اعتزاز احسن او د پاکستان مسلم لیګ په ګډون ځینې نورو ګوندونو چې اپوزېسیون کې دي، مولانا فضل الرحمان د ولسمشرۍ مقام ته کاندید کړی و.

عمران خان د پاکستان د ۲۲ لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه

د پاکستان نوی حکومت له کومو ستونزو سره مخ کېږي؟

د دوشنبې پر ورځ مولانا فضل الرحمان د پاکستان پیپلز ګوند له شریک مشر اصف علي زرداري سره په همدې موخه لیدلي وو، چې نوموړی ګوند د خپل کاندید نوم بېرته واخلي او ټول اپوزېسیون ګوندونه پر یوه کاندید هوکړه وکړي، خو ویل کېږي د دوی غونډه بې له کومې هوکړې پای ته ورسېده.

وروسته د پیپلز ګوند ویاند فرحت الله بابر وویل، دوی له خپل کاندیده نه تېرېږي.

د پاکستان ولسمشر ټاکنې لپاره د پارلمان دواړو جرګو غړي د قومي اسمبلۍ یا ولسي جرګې تالار کې رایې ورکوي او د څلورو سرو صوبو ایالتي پارلمانونو غړي په اړوندو اسمبلیو کې رایې ورکوي.

په لومړي سر کې ۱۲ کسانو د ولسمشرۍ مقام لپاره خپل اسناد د پاکستان ټاکنو کمېسیون ته وړاندې کړي وو، خو وروسته د اتو کسانو اسناد تایید نه شول او یو کس امیر مقام له کاندید کېدو لاس پر سر شو.

Image copyright AFP
Image caption اعتزاز احسن، عارف علوي او مولانا فضل الرحمان د ولسمشرۍ مقام ته کاندیدان وو.

د پاکستان اساسي قانون کې له یوه بدلون وروسته چې ۱۸ ترمیم نوم ورکړل شوی، د پاکستاني ولسمشر واک تر یوه حده محدود شوی دی او پاکستان کې اوس دا بحث هم کېږي، چې د ولسمشر واک تر کومه حده دی او د ولسمشر واک د دغه هېواد لپاره څومره اړین دی.