هند کې د نړۍ تر ټولو لوړه، دنګه مجسمه

دا له نورو سره شریک کړئ Email دا له نورو سره شریک کړئ فېسبوک دا له نورو سره شریک کړئ ټوېټر دا له نورو سره شریک کړئ Whatsapp

Image copyright AFP
Image caption دا مجسمه د هند خپلواکۍ یوه مبارز سردار پېټېل ته د درناوي په پار رغول کېږي

هند کې د یوې داسې مجسمې ودانیزې چارې وروستي پړاو ته رسېدلې، چې د ونې یا قد له پلوه نړۍ کې تر ټولو ستره بلل کېږي. دا د هند خپلواکۍ د یوه مبارز سردار ولبھ بهايي پټېل مجسمه ده، چې ګجرات ایالت کې یې ودانیزې چارې وروستي پړاو ته نژدې شوې دي.

د دغې مجسمې قد به له بشپړې رغېدنې وروسته ۱۸۲ مترو ته رسېږي. دا مهال د نړۍ تر ټولو ستره مجسمه د چین پسرلني معبد بودا ده، چې ۱۳۸ مترو ته یې لوړوالی رسېږي.

پر دغه پروژه نژدې ۲۹ اعشاریه دوه ملیارده هندي روپۍ لګښت شوی او د داسې پروژې په سترګه ورته کتل کېږي، چې لومړی وزیر نرېندرا مودي یې بشپړېدو ته لیوال دی. دغې مجسمې ته د (اتحاد مجسمې) نوم ورکړل شوی دی او لومړی وزیر به یې د اکتوبر پر ۳۱ پرانیستنه کوي.

Image copyright Reuters
Image caption یو شمېر ملتپال هندیان سردارپټېل ته ځانګړی درناوی کوي.

سردار پټېل د ۱۹۴۷ کال کې د هند له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال و. ویل کېږي له خپلواکۍ وروسته نوموړي هغه ایالتونه چې یاغیان پکې فعال وو، ارام او په هندۍ خاوره کې یو ځای کړل، چې له همدې کبله د ایرن مېن اف انډیا په نامه هم یاد شو.

Image copyright AFP
Image caption یو شمېر سیاسي مشرانو د سردار پټېل رول په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې هم یاداوه.

یو شمېر هندیان په دې باور دي، چې د هند تاریخ کې سردار پټېل ته د نهرو کورنۍ پرتله مناسب ځای نه دی ورکړل شوی.

۲۰۱۳ کال کې لومړي وزیر نرېندرا مودي د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و:

هر هندی ارمان کوي، چې کاشکې سردار پټېل د هند لومړنی لومړی وزیر ټاکل شوی وای.

۲۰۱۳ کال کې د دغې مجسې ودانیزې چارې پیل شوې وې، چې برونز هم پکې کاروول کېږي او له بشپړېدو وروسته به یې قد یا ونه د نیویارک ازادۍ مجسمې پرتله دوه برابره لوړه وي.

Image copyright AFP
Image caption مجسمه ګجرات ایالت کې رغول کېږي

د مجسمې لیدو لپاره ورته نژدې ۱۵۳ متره لوړه بلۍ هم ودانیږي او چارواکي هیله من دي، چې دا به د سیلانیانو لپاره په زړه پورې ځای وي.

Image copyright AFP
Image caption د دغې مجسمې قد به له بشپړې رغېدنې وروسته ۱۸۲ مترو ته رسېږي.

مجسمه د ګجرات ایالت مرکزي ښار احمداباد ته ۲۰۰ کیلومتره نژدې ودانیږي.

Image copyright AFP
Image caption ۲۰۱۳ کال کې د دغې مجسې ودانیزې چارې پیل شوې وې

د مجسمې جوړولو چارو کې د څو سووه چینایانو په ګډون ۲۵۰۰ کسان برخه اخلي.

Image copyright Reuters
Image caption یو شمېر ملتپال هندیان سردارپټېل ته ځانګړی درناوی کوي.

۔