د حافظې زوال ناروغه چې سندرو سره په خبرو راځي

دا له نورو سره شریک کړئ Email دا له نورو سره شریک کړئ فېسبوک دا له نورو سره شریک کړئ ټوېټر دا له نورو سره شریک کړئ Whatsapp

Image caption د مېرمن الما لور(ښی لاس ته ) وايي د سندرو له پیل کېدو سره مې مور (کیڼ لاس ته) یو ځل بدله شي.

د حافظې زوال یوه ناروغه چې بل وخت یې څه او څوک په یاد نه وي او غلې ناسته وي، یوازې هغه مهال په خبرو راځي چې د سندرو په ټولګي کې ناسته وي.

ناتنګهم پوهنتون کې ترسره شوې څېړنې ښيي "سندرې د ماغزو هغې برخې ته رسېږي چې نور شیان نه وررسېږي".

الما ګووجر د برتانیا د ناتنګهم ښار اوسېدونکې ده او له ډېرې مودې راهیسې په ډېمینشیا یا د حافظې د زوال په ناروغۍ اخته ده او د لور په وینا یې بل وخت بېخي غلې وي.

پاولن ګووجر وايي، سندرې ویل یې مور ته وړتیا وربخښي چې د حافظې هغې برخې ته یې لاسرسی ومومي چې د ځوانۍ د مودې سندرې یې پکې خوندي دي.

پاولن چې د مور د ښه کېدو حالت ته په کتو ډېره احساساتي کېږي او ژړا ورځي زیاتوي، "د سهار له خوا مې مور ډېره غلې وي خو چې د سندرو د ټولګي نوم اوري حالت کې یې بدلون راځي".

په داسې ناروغیو د اخته کسانو کورنۍ وايي د سندرو ټولګي د دوی له ناروغو غړو سره ډېره مرسته کوي او حالت یې ښه کوي.

Image caption د ناروغانو لپاره د سندرو ویلو ټولکی

د مېرمن ګووجر د ټولګي سندربولې انجېلا وارېن وايي "ټولګی چې پیل شي ګورئ چې حالت یې بدلېږي او مخ په ښه کېدو ښکاري".

د مېرمن ګووجر لور وايي، مور یې آن لا د سندرو کتاب ته نه ګوري او له خپلې حافظې سندرې وايي.

د ناتنګهم پوهنتون پروفیسوره جستن شنایګر وايي " زه له کلونو راهیسې د حافظې پر زوال څېړنه کوم، په تېره بیا پر ناروغانو د هنرونو پر اغېز کار کوم. داسې ښکاري چې هنر د ماغزو پر هغو برخو اغېز کوي چې نور شیان نه ور رسېږي. "

Image copyright Getty Images
Image caption برتانیا کې داوطلبې نجونې له ناروغانو سره خبرې کوي چې رواني حالت کې یې ښه بدلون راشي.

پروفیسره شنایګر وايي " فکر کوم سندرې د ماغزو متفاوتې برخې ښکېلوي. "

په برتانیا کې د ډېمینشیا یا حافظې د زوال د ناروغۍ د له منځه وړلو او یا کمولو لپاره ډېره هڅه کېږي او هر هغه ممکنه لار ازمایل کېږي چې کېدای شي مرسته وکړي. په دې ناروغۍ ډېری اخته کسان د ډېر عمر لرونکي دي.