د بخت یاري؛ پنځو میاشتو کې بیا د میلیون ډالرو پچه ګټل

دا له نورو سره شریک کړئ Email دا له نورو سره شریک کړئ فېسبوک دا له نورو سره شریک کړئ ټوېټر دا له نورو سره شریک کړئ Whatsapp

Image copyright WESTERN CANADA LOTTERY CORPORATION
Image caption نوموړی وايي انسان باید تل د خپل پرمختګ په فکر کې وي.

کاناډا کې یو کډوال پنځو میاشتو کې دوه ځلې د پچې یا لاټرۍ په ګتلو سره میلیونر شو.

اته ویشت کلن میل هېګ میل هېګ په دوو جلا پچو کې تر درې اشاریه پنځه میلیون کاناډايي ډالر وګټل.

د نوموړي له دې ګټلو پیسو دوه اشاریه اوه میلیون امریکايي ډالر او دوه اشاریه یو میلیون برتانوي پونډ جوړېږي.

نوموړی په اصل کې د افریقا دی، خو اوس د کاناډا په وینيپېګ کې اوسي.

دی وايي، دا پیسې به په زدکړو ولګوي او بېرته به ښوونځي ته لاړ شي.

هغه د ختیځې کاناډا لاټرۍ شرکت ته ویلي، زه ځوان یم.

"پکار ده تل په دې فکر وکړئ چې څنګه پرمختګ کولی شئ".

نوموړي تېرل اپېرل د اولنۍ پچې یا لاټرۍ ګټلو سره یو اشاریه پنځه میلیون کاناډايي ډالر ترلاسه کړل.

هغه د دې لاټرۍ په ګټلو سره خپله کورنۍ له پلاټ یوه کور ته ولېږداوله.

هغه اوس وايي: "اوس هرڅه نوي دي، موږ ښکلی انګړ لرو، ښه ښوونځي لرو، موږ ور سره مینه لرو".

خو بخت یې په اګسټ کې بیا وځلېد چې د شلو ډالرو ټیکټ سره یې دوه میلیون ډالر وګټل.

هغه وايي، پلان لري چې دې ګټلو پیسو سره شخصي کاروبار پیل کړي:

"ممکن د پیټرولو پلورلو مرکز جوړ کړم یا موټر مینځی( کار واش) ".

خو اصلي موخه یې زدکړې جاري ساتل دي.

"غواړم انګرېزي اړیکي مې لا ښه شي".

هغه دا هم وايي، چې د ترکاڼۍ یا نجارۍ په څېر د یو ګټور شي زدکول هم غواړي.