د ایشوريا او رنبیر عشقي صحنې او د سانسور بورډ بیاتي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په 'ای دل هې مشکل' فلم کې د ايشوريا او رنبير کپور تر منځ د عشقي صحنو د لرې کېدو خبرې کېږي

خبر دا دی چې د هند سانسور ادارې د 'ای دل هې مشکل' فلم کې د رنبیر کپور او ایشوریا رای ترمنځ د بربنډو یا عشقي صحنو له لرې کولو وروسته فلم ته سند ور کړ.

خو دهرما پروډګشن دا خبره نه مني ـ ځکه دا خبر یې د پرمختګ ستراتيژۍ په خلاف دی.

سره له دې چې دا فلم له ستونزو سره مخ دی، خو ډېر خلک په فلم کې د فواد خان له شتوالي د رنبیر او ایشوریا د عشقي صحنو لیدلو ته بې صبره دی.

د هند او پاکستان له تاوتریخوالي وروسته د فواد د ايستلو غوښتنه شوې وه، خو داسې خبرونه هم دي چې فواد په فلم کې شته او که له فلم د ايشوريا او رنبیر صحنې هم وویستل شوې، نو بیا د خلکو لپاره فلم کې څه پاتې کېږي.

اوس د دې فلم او د فواد په هکله بېلابېلې ګنګوسې او اټکل روان دی، خو د دغه فلم ډايرېکټر کرن جوهر یې په تړاو هېڅ هم نه وایي او یو مخ چوپه خوله دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستانۍ فلمي لوبغاړی فواد خان هم په د دغه فلم برخه دی

خو داسې ښکاري چې 'ای دل هې مشکل' فلم د مشکلاتو د ختمېدلو نوم نه اخیستل کېږي. لا د مخه هم یو سیاسي ګوند له فلم د فواد خان د ايستلو غوښتنه کړې وه او اوس د هندي سينما د مالکانو ټولنې غړو پرېکړه کړې، چې هغوی داسې فلم نندارې ته نه وړاندې کوي چې پاکستاني هنرمندانو په کې رول لوبولی وي.

دا پرېکړه د کرن جوهر 'ای دل هې مشکل' فلم نېغ اغېزمنوي- چې د اکتوبر پر ۲۸ خپرېږي.

په بالیووډ کې په دې تړاو بېل بېل غبرګونونه دي، خو پر یوه خبره ډېره خلک یوه خوله دي او هغه دا چې دا فلم له د دغو هېوادونو له تاوتريخوالي مخکې جوړ شوی و او دغه هنرمند د کار کولو قانوني ویزه درلوده.

خو اوس تر ټولو لویه خبره دا ده چې پر فلم ډېر لګښت شوی، نو په دغسې حالاتو کې پروډیوسران او وېشونکي ولې تاواني شی.

اوس به ولیدل شي چې کرن په خپل وخت د فلم خپرولو لپاره زړه ښه کوي، که بیا هم مناسب فرصت ته په تمه پاتې کېږي.

د کنګنا خیال پلو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کنګنا وايي په کوين او تنو ويتز منو په څېر کاميابو فلمونو کې کار کړی

د 'کويین' او 'تنو ویډز منو' په څېر د عشقی فلمونو هنرمنده کنګنا رناوت له ریتېک روشن سره له اوږدې جګړې وروسته په پوره غور سره خبرې کوي.

په هر حال کنګنا وایي، څنګه چې په بریالیتوب کې کوم فشار نه پېښیږي، داسې له ناکامۍ هم دا نه ثابتیږي چې ته وړتیا وې نه لرې یا ناکاره یې.

کنګنا وايي، د هېڅ یوه فلم د غوره کولو لپاره دا فکر نه کوي چې له دې وروسته به یې په دې صنعت کې دریځ له اوله ښه شي او نه په دې اندېښنه کې وي چې د خپل کار لپاره کومه کچه یا معیار لنډوي او نه په ځان کوم ډول فشار اچوي.

کنګنا یوه بله خبره هم کوي او هغه دا چې یواځنۍ مخکښه هنرمنده ده چې په دویمه درجه فلمونو کې هم کار کوي.

کنګنا ته اول د خپل ریکارډ کتل او بیا د خپل ځان په هکله د مخکښې هنرمندې خیال پلو په کار دی، ځکه په دویمه درجه کې د نورو سترو هنرمندانو د کار نه کولو خبره یې په داسې مهال ده چې کټرینه کیف تر ټولو مخکښه هنرمنده بلل کېږي، خو هغې د 'بوم' په څېر درېیم درجه فلم کې هم کار کړی دی.

'د چاندني ځوانه بڼه'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رنویر سېنګ او واني کپور

په دې ټول پوهېږي چې ريشي کپور خپله هره نظریه، سلا مشوره، ټوکه او طنز په ټوېټر کې څرګندوي، اوس دا بېله خبره ده چې د هغې انداز لږ سخت شوی دی.

دا ځل هغې پر 'بې فکري' فلم ښکاره تبصره کړې ـ رشي کپور وايي، دا فلم د 'چاندني' ځوانه بڼه ده.

د رنویر سېنګ او واني کپور دې فلم ته رومانټیک یا بل څه ولې ونه ویل شي، ځکه د فېلم ټرېلر کې چې د واني او رنویر اوږده مچو په خلکو کې هیجان پیدا کوي، په رښتیا هم یو چا ته ته 'ځوان ورژن' ښکاري.

دا هم ویل کېږي چې دا ټرېلر و او پېکچر(تصویر) پاتې دی، خو دا چې سانسور ادارې ته له تللو وروسته به په فلم کې یو څه پاتې شي که نه دا به وخت سپینوي.