خپل ماشوم څنګه زده کړې ته هڅولی شئ؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ماشومان

ماشومان له ښوونځي او له زده کړې سره مینه لري. خو که پام شوی مو وي تر اول ماشومه دوهم ماشوم په علاقه ښوونځي ته ځي او د لا ډېرو زده کړو لېوال وي.

د دواړو تر منځ د زده کړې د لېوالتیا توپیر ته که ځير شو، نو د پېداګوژۍ له نظره به یې د مونتې سورې د تدریس په سیستم کې ووینو.

خو زموږ ډېرې کورنۍ پرته له دې چې دې سیستم ته ورخبر وي په ناخوداګاه ډول دا میتود د ماشومانو په زده کړو کې تطبیقوي.

له اول ماشوم سره مور او پلار په خپله درس وايي.

خو له دوهم ماشوم سره مشره خور او یا ورور.

یو علت یې د عمر تفاوت دی.

مشران د تدریس پر وخت د ماشوم ازادي سلبوي، خو برعکس خور یا ورور له خپلې کشرې خور او ورور سره د عمر ډېر تفاوت نه لري، نو ماشوم خپله ازادي احساسوي او د زده کړې لړۍ ورته په زړه پورې کېږي.

ډار او له ښوونځي زړه توري کېدل

زه د خپل کار په دې موده کې دې ټکي ته متوجه شوې یم چې ځینې ماشومان په تېره بیا اول اولاد، ښوونځي ته تر شاملېدو لږ وخت وروسته زړه توری کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ماشومان

له ځینو سره خو یې ډار هم ملګری شي.

که له داسې حالت سره مخ شوو، نو کومې لارې چارې باید ځان ته ولټوو چې له زده کړو زړه توري نه شوو؟

همدې ته ورته د ماشوم احساس هم دی.

په د اسې حالت کې تر ټولو غوره لار د ښه چاپېریال چمتو کول دي.

پوره خوب، منظمه تغذیه او ارامه فضا به له موږ سره مرسته وکړي چې فکري تمرکز مو په ځای وساتو او درس په علاقه ولولو.

د انځور حقوق Getty Images

له دې ور اخوا د ماشوم د لارې ملګري باید وپېژنو.

تر مکتبه پورې د ماشوم د تګ او راتګ لار وڅارو او تر هغه له ماشوم سره په دې لاره لاړ شو چې هغه په ځان ډاډمن شي.

لارې، کوڅې، ټولګیوال، ښوونکي او حتی د ښوونځي ودانۍ ورته اشنا شي. ورسره بلد شي او د وېرې احساس یې له زړه ووځي.

استعداد پېژنده

بل ټکي ته چې زما ورپام دی، د ماشوم د استعداد نه پېژندل دي.

موږ په دې هڅه کې یوو چې اولاد مو باید په ټولو مضامینو کې پوره پوره نمرې واخلي.

د پوره نمرو اخیستو او لوړې درجې د ترلاسه کولو لپاره ځینې وخت له تشدده هم کار اخلو.

ډاډه یم چې د دې کار نتیجه به بیا هم زموږ په خوښه نه وي.

لېکن که د ماشوم د استعدادونو او د هغه د علاقې وړ شیان پیدا کړو، ډاډه یم چې خپل او د ماشوم کار به مو اسانه کړی وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ماشومان

ماشومان له وړکتوبه په لوبو کې د خپل راتلونکي تمثیل کوي. ځینې ډاکتران وي، ځينې یې ښوونکي، ځينې یې پيلوټان او داسې نور...

کله چې پوه شو چې ماشوم مې له داسې یو څه سره علاقه لري، نو ضرور نه ده چې هغه څه کې له تشدده کار واخلو چې ماشوم اصلاً ورسره لېوالتیا نه لري.

مثلاً که زه په دې پوه شم چې ماشوم مې له طبیعت پېژندنې سره تر ریاضي ډېره علاقه لري، نو زما دوې ستونزې په یو وار هوارېږي.

اول دا چې زه مې د اولاد په خوښه پوهېږم او دا ما ته اسانه ده چې خپل اولاد ته د طبیعت په برخه کې د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړم.

ده ته یې د ده د خوښې مضمون ګټې وروښیم. په راتلونکې یې ورسره وغږېږم. لرې هم نه پسې ځم. له طبیعت سره د اشنايي لپاره د خپل کور انګړ او د چرګانو کوټنۍ کافي ده.

دوهم دا چې د ریاضي د زده کړې لپاره له طبیعته کار اخلم.

جمع، منفي، ضرب او تقسیم. ونې، چرګې، مرغۍ، آسمان ستوري او سپوږمۍ. ټول حساب په همدوی زده کېږي.

دا هڅه باید وکړو چې د ماشوم د خوښې په موضوع باندې خبرې وکړو.

کله چې پوهېږو ماشوم مو له ریاضي سره علاقه نه لري او په کومه ورځ چې ریاضي لري نو د ده خوا خټه وي، غوره به دا وي چې اصلاٌ یې په دې ونه ځورو چې نن دې د ریاضي مضمون څنګه و؟

دا پوښتنه به کوو خو په داسې یو حالت کې چې ماشوم ستړی نه وي او په روحي لحاظ دې ته اماده وي چې ذهن یې دا پوښتنه وزغمل شي.

که چېرې مشره خور او ورور په کور کې اوسي دا به بهتره وي چې هغوی له ماشومانو سره درس ووايي. او د درس په اوږدو کې دا پوښتنه وکړي چې ریاضي دې اوس څنګه ده؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ماشومان

په دې خو پوهېږو چې د زده کړې لپاره زده کوونکی، ښوونکی او چاپیریال ډېر مهم دي، نو که ښوونکی ښه تدریس ونه شي کړای، زده کوونکی زړه توری کېږي.

که تاسو (مور او پلار) له اولاد سره درس وايئ، نو دوو شیانو ته پام کوی.

لومړی دا چې د دې هڅه مه کوئ چې له ځانه کورنی معلم جوړ کړی او د ماشوم فکري ازادي سلب کړی او دوهم دا چې وقفه مه هېروئ.

په تازه هوا کې د ماشومانو څو شېبې ګرځېدا او لوبې له تاسو دواړه سره مرسته کوي چې ذهني تمرکز مو په ځای وساتل شي.

ماشوم ته مو هره شېبه د درس کلمه مه یادوی. دا فشار مه پرې راوړی چې درس دې ویلی، سبا ته د درس اماده ګي نېولې ده که نه؟

برعکس ماشوم ته داسې ووایاست څه دې زده کړي دي ما ته یې هم رازده کړه.

یا دا چې ما ته یې هم تکرار کړه.

دا به له یوې خوا له ماشوم سره د درس په تکرار کې مرسته وکړي له بلې خوا به یې په ځان حاکمیت ډېرشي چې خپل زده کړی مطلب بل چا ته تشریح کوي.

دا ډېره مهمه ده چې د خپل ماشوم د استعداد او علاقې ټکي پیدا کړو او په هماغه ټکو کې د دوی لاس ته راوړنې مثبتې وارزوو.

که پوه شو چې ماشوم مو ځکه له درسه زړه توری دی چې په ښوونځي کې د زده کړې ستونزې لري، نو باید چې له ښوونکو سره یې خبرې وکړو.

په ښوونځي کې د ماشوم ستونزې د جړ شوي مزي په څېر دي، که یې له پیله سم تاو کړو نه به وشکېږي او نه به مو ستړي کړي.

په هغه مضامینو کې چې ماشوم په کې ضعیف یا زړه توری دی، د هر وړوکي مثبت ګام اخیستل یې باید وستایل شي.

خو دا ستایل باید د شیانو په ورکولو سره ختم نه شي، ځکه دا رقم هڅونې موقتي وي او ماشوم په تمه روږدی کوي.

اړونده مطالب