جګړه او ادب او هنر

د انځور حقوق Reuters
Image caption هندي فلمونو ته په پاکستان کې په دې اجازه ور کړل شوې چې پاکستاني هنرمندان پکې کار کوي.

د هند فلمي صنعت له یوې مودې راهیسې په بهرنیو په تېره پاکستاني لوبغاړو، سندرغاړو او نورو هنرمندانو پورې تړلی دی.

په اوسنیو کلونو کې که څه هم د دواړو هېوادونو اړیکي ښه نه دي، خو بالیووډ کې د پاکستاني هنرمندان شمېر ډېر شوی دی.

په سندرو کې له نازیه حسن وروسته تراوسه پاکستاني سندرغاړي د هند ګوت ګوټ ته د خپل غږ جادو رسوي.

دا هم یو په زړه پورې اړخ دی چې پخپله پاکستان کې هم حکومت د پاکستانیو هنرمندانو او لوبغاړو د رول په پلمه هندي فلمونو ته په پاکستاني سينماوو کې اجازه ورکړه.

د هندي تلوېزیونونو سریالونه هم پاکستاني کتونکو کې ځانګړی ځای لري. دلته په هند کې هم ځینې چینلونو پاکستاني پروګرامونه پیل کړل، چې په ډېر لنډ وخت کې د مقبولیت لوړو څوکو ته ورسېدل.

* "د جنګي فلمونه ننداره ښايي وزن زیات کړي"

* 'هندي فلمونه د خپلې ټولنې سم تصویر نه ښيي'

د ټکر او تاوتریخوالي په دې پېر کې هنرمندان او لوبغاړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تار جوړولو استازي شول.

په هند کې له اوله هم ډېر داسې خلک شته چې د پاکستاني هرمندانو مخالفت یې کاوه، پر (اوړي) د ترهګرو له برید وروسته یې د دغو هنرمندانو په ضد یو نوی دلیل پیدا کړ.

د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption د کرن جوهر په فلم(ای دل هی مشکل) کې فواد خان رول لوبولی او اوس یې خپرېدل له ستونزې سره مخ دي.

له یوې خوا ځینې تلوېزیوني چینلونه د دې برید په ځواب کې د ملتپالنې په لېونتوب کې په ښکاره د جګړې پېښدلو پلوي دي، له بلې خوا توندلاري له هندي فلمونو د پاکستاني لوبغاړو د اېستلو هڅه کوي. ځینې ډلې ګواښ کوي چې راتلونکې اونۍ به له پاکستاني ستوریو سره جوړ فلمونه خپاره نه شي.

په هند کې ځینې توندلارې ډلې او کسان ادب، هنر، پوهه او د بیان ازادي په نښه کوي. د دوی مخالفت په دې تصور ولاړ دی، چې پرانیستی بحث او مباحثه او د ادب او هنر ازاد تخلیق د دوی له قدامت پسندې یا محافظه کارې نظریې سره سمون نه لري. د دوی دا مفکوره پر هغه لنډفکره ټولنیزه او سیاسې نظریه ولاړه ده چې دوی یې کلابند کړي دي.

یو وتلی ډایریکټر د خپل فلم خپرېدلو کې تر دې کچه له فشار سره مخ دی چې ان دا یې وویل، راتلونکي کې به خپلو فلمونو کې کوم پاکستانی لوبغاړی غوره نه کړي. په هند کې که یوه جګړه د سرحدونو ده، نو بله هم د هنرمندانو په ضد ده.

* ۲۰۱۵ کال کې د بریالیو هندي فلمونو نوملړ

* هندي فلمونو سیاحتي بازار تود کړی

د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په دې حالت کې د فلم لوبغاړو او هنرمندانو خورا زیات ښه رول لوبولی شو. مګر یو مثبت اړخ دا دی چې پر سرحد له تاوتریخوالي سره سره، حکومت تراوسه ادب او هنر له کرکې د بېل ساتلو ملاتړ کوي. د فلم صنعت کې هغه غږونه برلاسي دي چې پر سوله، مینه او پخلاینه باور لري.

د انځور حقوق .
Image caption د فلمي نړۍ ستوري

سیاسي ګوندونه هم پر اوړي له برید وروسته د ملتپالنې له راپورته شوي توپان بهر پاتې شوي او تراوسه یې تر یوه بریده پر منځلارۍ زور اچولی، خو توندلارو ډلو فلم، هنر او کلتور داسې په نښه کړي چې اغېز کمېدل به یې ډېر وخت ونیسي.

* له پاکستاني رسنیو د هندي تفریحي موادو پر خپرېدو بشپړ بندیز

* هندۍ هنرمنده د پاکستان په تړاو له خپلې خبرې نه اوړي