فلم فسټيوال: د ښځو كړاو د سينما په سپينه پرده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې د فلمونو فسټيوال

کابل په تېرو څلورو ورځو کې د ښځو د فلمونو نړیوال فسټيوال کوربه و.

افغان او بهرني سینماوال او ستوري سره راغونډ شوي وو چې له یوه پلوه د فلم هنر پراخوالي ته وده ورکړي او بل لوري ته په افغانستان کې د ښځو ناخوالې په نښه کړي. په افغاني ټولنه کې دا دواړه له سترو ستونزو سره مخامخ دي.

سینما د تېرې یوې نیمې لسیزې په لړ کې د پام وړ لاس ته راوړنې نه درلودې.

د افغانستان په اړه د ګوتو په شمار یو څو فلمونه بهر مېشته افغانانو او یا هم بهرنیانو جوړ کړي. خو بنسټیز کار نه دولت کړی او نه هم د نړیوالې ټولنې له میلیاردونو ډالرو په مرسته دې هنر ته پام شوی.

د "سباوون خوبونه"؛ د لندن فلم فسټیوال ترټولو ښه مستند

کابل کې د هرات- مېرمن فلم نړیوال فسټیوال

د افغانستان ورپېژندل شوی فلم د اوسکار جایزې له سیالۍ پاتې شوی

په افغانستان کې د ښځو وضعیت بیا هغه ستونزه ده چې نړیوال خبرې پرې کوي. داسې افغانان هم شته چې د ښځو هر ډول خوځېدنه دوی ته د لوېدیز نیرنګ مالومېږي او ښځو ته په درنه سترګه کتل ورته بې غیرتي برېښي.

Image caption د افغانستان په اړه د ګوتو په شمار یو څو فلمونه بهر مېشته افغانانو او یا هم بهرنیانو جوړ کړي.

د فسټیوال سمبالوونکې او رویا فلم پروډکشن مشره رویا سادات وایي "دا فسټیوال د افغانستان، سیمې او نړۍ د ښځو د زړه خواله او ګډ فکر په موخه جوړ شوی دی. ترڅو د فلم او انځور له لارې د ښځو غږ واورېدل شي، پر ستونزو او کړاوونو یې بحث وشي. سینما د دې کار لپاره یوه پیاوړې وسیله ده".

دا فسټیوال د رویا فلم پروډکشن او ارمان شهر ټولنې په زیار رامنځ ته شوی.

په دې فسټیوال کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو فلم جوړونکو سیالۍ ته داګنلي وو او د فلم مینوال یې نندارې ته ورمات کړل.

له پنځو هېوادو جوړ یوه پلاوي ۲۰۰ فلمونه وارزول. په دوی کې د افغان مېرمنې لیدا مقربي د انیمېشن فلم د ارزونې پلاوي ځانګړې جایزه تر لاسه کړه. خو تر ټولو غوره فلم جایزه د (ابجي) یا خور په نوم فلم د ایران مرجان اشرفي زاده ته ور په برخه شوه.

Image caption د ښځو د فلمونو په نړیوال فسټیوال کې داسې فلمونه هم وو چې پنځه یا اته دقیقې اوږده وو.

د فسټیوال په ۲۰۰ فلمونو کې د نړۍ په ډېرو ژبو فلمونه وړاندې شول او وارزول شول، خو پښتو ژبه په کې نه وه.

د افغان فلم موسسې رئیس ابراهیم عارفي د ارزونې پلاوي غړی و. نوموړی وایي "زه خواشینه یم چې پښتو فلمونه مو په دې فیسټیوال کې نه درلودل. خو ستونزه د فسټیوال نه وه د پښتو فلمونو نشتون و".

په تېرو څو لسیزو کې پښتانه فلم جوړونکي یا فلم نه جوړوي او یا یې هم په بله ژبه جوړوي.

د علم او ادب مینه وال پښتانه د شعر او لیکنې شوقیان دي او د سینما یا تیاتر هنر ته ډېر ارزښت نه ورکوي.

فلم جوړونه ډله ایز کار دی. تر ټولو مهم د فلم جوړونکو ترمنځ سمون او راغونډول دي.

رحمت الله خوستی چې له څو لسیزو راهیسې په فلمونو کې څرګندېږي او څو فلمونه یې هم جوړ کړي. دا ستونزه د امکاناتو د نشتوالی له امله بولي.

نوموړی وايي که "که نوې ټکنالوژي، مالي ملاتړ او د دولت پاملرنه راسره وي، موږ به پښتو فلمونه خامخا جوړ کړو. "

Image caption د فسټیوال په ۲۰۰ فلمونو کې د نړۍ په ډېرو ژبو فلمونه وړاندې شول او وارزول شول، خو پښتو ژبه په کې نه وه.

خو ضروري نه ده چې فلم دې په لوړ لګښت او لویو امکاناتو جوړ شي. ځینې ځوانان په افغانستان او نورو هېوادونو کې لنډ فلمونه جوړوي. له همدې لارې خپله وړتیا په ډاګه کوي او د راتلونکو فلمونو لپاره ملاتړ تر لاسه کوي.

د ښځو د فلمونو په نړیوال فسټیوال کې داسې فلمونه هم وو چې پنځه یا اته دقیقې اوږده وو. په هر فسټیوال کې د لنډو فلمونو لپاره یوه برخه ځانګړې کېږي.

په دې هیله چې دا ډول فسټيوالونه د سینما د خورېدو په موخه نور هم وغوړېږي. او د نورو ژبو تر څنګ په پښتو ژبه هم د فلم تږو مینوالو ته یو څه ډالۍ شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب