د هرات جامع جومات بیارغول کېږي

Image caption د هرات د لرغوني جامع جومات او ډېرو نورو ودانیو اصیل او رنګین کاشیان په تېرو کلونو کې د طبیعي پېښو یا جګړو له امله سخت زیانونه لیدلي دي.

د لومړي ځل لپاره د هرات د لوی جامع جومات د بیارغانې مقدماتي سروې د افغانستان د ښارجوړونې وزارت له خوا پيل شوې ده.

د افغانستان د ولسمشر په امر د هېواد د ۱۴ تاریخي ځایونو د بیارغاونې چاره د ښارجوړونې وزارت ته سپارل شوې ده.

په پلازمېنه کابل کې د دارالامان ماڼۍ، په جلال اباد کی باغ سراج او په بلخ کې روضه شریفه په دې څوارلسو پروژو کې شامل شوي.

په هرات کې د تیموریانو د عصر نقاشي، تذهیب او خطاطي

د هرات لرغونې ودانۍ د حکومت پام غواړي- انځوريز رپوټ

د هغه نهه کسیزه پلاوي په ترکیب کې چې د هرات د جامع جومات د سروې لپاره هرات ته تللی د اوبو، برېښنا او ساختماني چارو انجنیران شامل دي.

دا پروژه په اوږدمهاله توګه په څو پړاوونو کې د افغانستان دولت له بودیجې ترسره کېږي.

د افغانستان د ښارجوړونې وزارت له خوا هرات ته د راغلی پلاوي مشر انجنیر دستګیر صادقیار وایي:

"دا په ښارجوړونې وزارت کې له هغو ۱۴ اوږدمهالو پروژو څخه ده، چې د لرغونو سیمو د ساتنې لپاره ترسره کېږي. تاسو پوهېږئ دا څه باندې ۷۰۰ کاله لرغونتوب لري او د افغانستان د مهمو تاریخي جوماتونو او ودانیو په کتار کې راځي، ځکه نو موږ هڅه کوو په دې پړاو کې هغه لومړني او تخنیکي معلومات راغونډ کړو چې په نورو پړاوونو کې اړتیا ورته لرو."

Image caption د ځایي چارواکو په خبره، د هرات لوی جامع جومات چې څه باندې اووه سوه کاله قدامت لري، په تېرو کلونو کې ډېر زیانونه لیدلي او ډېری کاشیان یې لوېدلي دي.
Image caption دا پروژه په اوږدمهاله توګه په څو پړاوونو کې د افغانستان دولت له بودیجې ترسره کېږي.

د ځایي چارواکو په خبره، د هرات لوی جامع جومات چې څه باندې اووه سوه کاله قدامت لري، په تېرو کلونو کې ډېر زیانونه لیدلي او ډېری کاشیان یې لوېدلي دي.

د هرات لرغونو ودانيو ته په دې وروستيو څو کلونو کې د ملګروملتونو کلتوري څانګې يونیسکو پام هم وراوښتی سره له دې چې د آغا خان د بنسټ له خوا د هرات د پخوانۍ معمارۍ له معيارونو سره سم په دې ولايت کې د لرغونو ودانيو د بيا جوړولو لپاره مهمې پروژې ترسره شوې، خو د هرات په زاړه ښار کې د نوو ودانيو جوړېدل هغه څه دي چې تراوسه يې د نړۍ د کلتوري آثارو په فهرست کې د هرات د زاړه ښار د شاملېدو پر وړاندې خنډ ګرځېدلی.

دا لړې تراوسه دوام لري او چارواکي وايي دوی هڅه کوي چې مخه يې ونيسي.

په هرات کې د تیموریانو د عصر معماري

تر دې مخکې به د تاریخي سیمو د بیارغاونې چاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونو څانګو د ساتنې ریاست ته ور په غاړه وه، خو له دې وروسته به دوی یوازې د همکار په توګه د ښارجوړونې وزارت له کاري ډلو سره د افغانستان د څوارلسو مهمو لرغونو سیمو د بیارغاونې په بهیر کې پاتې کېږي.

د هرات د رنګینو کاشیانو پیکه شوی صنعت

Image caption تر دې مخکې به د تاریخي سیمو د بیارغاونې چاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونو څانګو د ساتنې ریاست ته ور په غاړه وه، خو له دې وروسته به دوی یوازې د همکار په توګه د ښارجوړونې وزارت له کاري ډلو سره د افغانستان د څوارلسو مهمو لرغونو سیمو د بیارغاونې په بهیر کې پاتې کېږي.
Image caption د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د هرات لوی جامع جومات ډېری کاشیان له منځه تللی.
Image caption د هرات د اطلاعاتو او کلتور اداره وایي، ولسمشر محمد اشرف غني هرات ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې لرغونو سیمو ته د ځانګړې پاملرنې ژمنه کړې.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د هرات لوی جامع جومات ډېری کاشیان له منځه تللی.

د نوموړې ادارې مشر اریا رؤفیان وایي، دوی هڅه کړې د هغو دیوالونو عکسونه واخلي چې د لوېدو له ګواښ سره مخامخ دي، خو په وینا یې داسې ځایونه هم پکې شته چې کاشیان او کتیبې یې لوېدلې او اوس څوک نه پوهیږي چې څه پرې لیکل شوی وو.

ښاغلی رؤفیان وایي: "په کار ده چې په دې پيل شوې پروژه کې د کاشي جوړونې کارځای پراختیا ته پام وشي. که دا کارځای پراخه نه شي، د ویجاړو شویو کاشیانو د تشې ډکول به دیرش کاله وخت وغواړي."

ښاغلی رؤفیان داراز وایي، د هرات لوی جامع جومات اوس د موټرو لپاره تمځای، د هوا د تصفیې سیستم او په ژمي او دوبي کې د هوا د سړولو او تودولو سیستمونه نه لري.

د هرات د لرغوني جامع جومات او ډېرو نورو ودانیو اصیل او رنګین کاشیان په تېرو کلونو کې د طبیعي پېښو یا جګړو له امله سخت زیانونه لیدلي دي.

Image caption د هرات ډېری لرغونې ودانۍ په نهمه هجري پېړۍ کې د تیموریان د واکمنۍ پرمهال په رنګینو کاشیانو پوښل شوې وې.
Image caption د کاشي د تولید صنعت په هرات کې نژدې اته سوه کاله مخینه لري او ان ‎ د غوریانو د واکمنۍ له وخت کاشیان هم په هرات کې لیدل کېږي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور اداره وایي، ولسمشر محمد اشرف غني هرات ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې لرغونو سیمو ته د ځانګړې پاملرنې ژمنه کړې.

د نوموړي په وینا، د ولسمشر او کلتوري څېرو په ځانګړې غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د افغانستان په ټولو جوماتونو کې به له دې وروسته د تیموري سبک کاشیان کارول کېږي.

د هرات ډېری لرغونې ودانۍ په نهمه هجري پېړۍ کې د تیموریان د واکمنۍ پرمهال په رنګینو کاشیانو پوښل شوې وې.

د کاشي د تولید صنعت په هرات کې نژدې اته سوه کاله مخینه لري او ان ‎ د غوریانو د واکمنۍ له وخت کاشیان هم په هرات کې لیدل کېږي.

Image caption په ټولیزه توګه د هرات ظریف هنرونه او په ځانګړې توګه نقاشي او تذهیب دومره ښکلی و چې د ایران پر هنري مکتوبونو یې اغېز څرګند دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب