د ناهیلیو په تورتم کې د تیاتر ډېوه

Image caption د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي تېره اوونۍ د تیاتر څلور ورځنی فیسټیوال وړاندې کړ

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي تېره اوونۍ د تیاتر څلور ورځنی فیسټیوال وړاندې کړ.

په لومړۍ ورځ په سلګونو زدکوونکي او یو څو ښوونکي، بهرني میلمانه او د تیاتر مینه وال د نندارې په انګړ کې په خوارۍ ځایېدل.

د بریتانیا د نامتو لیکوال شېکسپېر (د تېروتنې کمیډي) په نوم ډرامه یې کتله. د پوهنځي زدکوونکو دا څلور سوه کلنه لیکنه ښکلې انځور کړې وه.

په تېره یوه نیمه لسیزه کې د تیاتر هنر تر نورو هغو لږ پرمختګ کړی. دا هنر لکه د بل چاپېریال تنکی ګل د افغانستان په شاړو خاورو کې سم ونغوړېد.

جګړه او ادب او هنر

افغان نښه ویشتونکي- دود او هنر

فلم فسټيوال: د ښځو كړاو د سينما په سپينه پرده

د بهرنیانو په مټ د بیارغېدو هڅې یې هم ځلاندې پایلې نه درلودې او نه هم افغان دولت چې هرڅه په لومړیتوب ارزوي پام ورته کړی.

د افغانستان ملي تیاتر چې باید په ټول افغانستان کې چارې سمبال کړي له څو میاشتو راهیسې مشر نه لري.

د ښاغلي کرزي د واکمنۍ په لومړیو لسو کلنو کې د افغانستان ملي تیاتر یوازې وتوانېد چې د سیمې په څو فیسټیوالونو کې برخه واخلي.

د ناروې هېواد برګن تیاتر ډېر کاله مرسته ورسره وکړه. مالي لګښتونه، لنډ مهاله بورسونه، تخنیکي او ښوونیزې مرستې یې و نه سپمولې. خو دا مرستې بې اغېزه وګنل شوې تر هغې چې په ټپه ودرېدې.

Image caption په لومړۍ ورځ په سلګونو زدکوونکي او یو څو ښوونکي، بهرني میلمانه او د تیاتر مینه وال د نندارې په انګړ کې په خوارۍ ځایېدل

ځېنو نیوکې کولې چې د افغانستان ملي تیاتر په ریښتنې بڼه ملي نه دی. د دې کار په ځواب کې ملي تیاتر کلني فیسټیوالونه جوړ کړل او د هېواد ډېرو تیاتري ډلو برخه په کې واخیسته.

که څه هم ګډونوال یې د تیاتر په مسلکي پوهه ډېر نه وو سمبال او نه هم ارزونکو نندارې په مسلکي بنسټ ارزولې. خو د پرمختګ په لور یو خوځښت و.

په تېرو څو کلنو کې مرستندویه ټولنو په ولایتونو کې د پوهاوي خپرونې د تیاتر له لارې د خلکو تر غږونو رسولې.

د تیاتر کارکوونکي تر ډېره په دې خپرونو کې بوخت وو او هم یې یوه مړۍ ډوډۍ موندله. خو بیا یې بازار سوړ شو.

د ننګرهار د تیاتر مشر محمد شاه مجروع وایي، په ختیځ افغانستان کې "هنر ته څوک په ښه سترګه نه ګوري که هغه موسیقي وي او که تیاتر یا سینما".

خو د ستونزو دا خړ سېلاب په مشرقي کې نه تم کیږي. په پښتنو مېشتو سیمو کې د نندارو لپاره د ځای او نورو امکاناتو نشتوالي تر څنګ، ډېری وخت نارینه د ښځو پر ځای لوبيږي.

د کندهار فلم نندارې مشر جاوېد احمد وطنیار وایي "موږ کوښښ کوو چې په خپلو ډرامو کې ښځینه رول ونه کاروو پر دې چې لوبغاړي نه غواړي ښځینه رول ولوبوي."

په پلازمېنه کابل کې هم لېوالې ښځېنه لوبغاړې د کورنيزو دودونو او ټولنیزو ګواښونو په ځنځیر تړلې دي.

Image caption په افغانستان کې لوی دولتي پوهنتونونه د ښکلو هنرونو پوهنځی لري او په ډېرو کې د تیاتر برخه فعاله ده.

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو زدکوونکې او د تیاتر لوبغاړې طیبه موسوي وایي "خپه وم کله چې د کانکور په ازموینه کې د تیاتر څانګې ته بریالۍ شوم خو وروسته مې مینه ورسره پیدا شوه."

د نوموړې په باور افغاني ټولنه د نجونو په وړتیا شک لري خو په کار ده چې کورنۍ خپلې لوڼې د هنر لوري ته وهڅوي او د ټولنې فکر ورسره بدل کړي.

په افغانستان کې لوی دولتي پوهنتونونه د ښکلو هنرونو پوهنځی لري او په ډېرو کې د تیاتر برخه فعاله ده.

دا پوهنځي د تیاتر روزنې یوازیني روزنیز مرکزونه دي. زدکوونکي په ډېره مینه له دې هنر سره ګامونه ملګري کوي خو له پوهنتونه وروسته د دوی سترګې د هیلو په کوم څلي نه لګيږي چې د خپل هنر نښې پرې انځور کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د هنر کلنی فیسټیوال هم په کابل کې ترسره شو.

د تیاتر، موسیقۍ، انځورګرۍ، او خطاطۍ هنرمندان سره راغونډ شوي وو او خپلې هنري پنځونې یې مېلمونو ته وړاندې کړې.

په دې فیسټیوال کې د دولت په استازیتوب د اطلاعاتو او فرهنګ معینې مژګان مصطفوي وویل، افغانستان په سیمه کې د هنر څلی دی او له هنرمندانو یې وغوښتل چې د دې هېواد د هنرونو بیا رغونې ته ملا وتړي او دولت به له دوی سره هر ډول مرسته وکړي.

Image caption د بریتانیا د نامتو لیکوال شېکسپېر (د تېروتنې کمیډي) په نوم ډرامه یې کتله. د پوهنځي زدکوونکو دا څلور سوه کلنه لیکنه ښکلې انځور کړې وه.

د هنري فعال تېمور حکیمیار په اند د افغانستان هنر په تشو ویناوو او ژمنو بیا نه رغېږي. حکیمیار وایي "په دې ډول غونډو کې له ولسمشرۍ ماڼۍ یوازې راغلي پیغامونه اورېدل کېږی چې د هنر او هنرمند لپاره کومه ګټه نه لري."

که چېرې د هنرمندو او دولت ترمنځ شلېدلې اړیکې سمې هم شي د هنر مینه وال ورته په کار دي چې د ژوند د نورو بوختیاو ترڅنګ تیاتر ته هم وخت ومومي او د هنر ښکلا د زړونو په یوه څنډه کې وټومبي. اوس مهال څه غنم لانده دي او څه هم ژرنده پڅه ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب