چین د ۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د فلم سټوډیو جوړولو هوډ کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین په سیمه ییزه کچه د نورو فلمونو تولیدولو هڅه کوي

د چین حکومت ویلي، د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت به داسې یوه سټوډیو جوړه کړي، چې د چین د سینما سکټور ته به د هڅونې پیلامه وګرځي.

اټکل دی چې د دغې سټودیو د کار چارې راتلونکی کال په لوېدیځ چونګکینګ ښار کې پیل شي.

چین هڅه کوي چې په سیمه ییزه کچه نور بریالي فلمونه جوړ کړي، ځکه چې د چین د ننه په کال کې د هالیووډ تر ۳۴ ډېرو فلمونو وړاندې کولو ته اجازه نه ورکول کېږي.

چین د اختراع د امتیاز ثبتولو کې پر امریکا مخکې شو

د چین اقتصاد په تېرو ۲۵ کلونو کې اوس ورو شوی

چین په نړۍ کې د فلمونو د پېر او پلور دویم لوی بازار ګڼل کېږي.

لوی دېوال

د چین یو شتمن سوداګر وانګ جیانلین په امریکا کې د اې اېم سي په نامه د سینماګانو یوه لړۍ لري.

د نوموړي د یوه شرکت او او د سوني انځورونو د شرکت ترمنځ ښه اړیکي دي.

نوموړي له ګولډن ګلوب سینمايي شرکت نه هم ځینې ونډې ترلاسه کړې دي.

راتلونکی کال به د وانګ لیجینډري انترټېنمنټ شرکت له یونیورسل فلم شرکت سره د یو "لوی دېوال" پیل کړي، چې مټ دیمون او ویلیم دافو به پکې ولوبېږي.

ترڅنګ به یې د انډي لاو په ګډون ځینې نور چینايي سینمايي ستوري هم ولوبېږي.

دا فلم به په چین کې د هالیووډ یو لوی تولید وي. دا فلم په چین کې ثبتېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین یو شتمن سوداګر وانګ جیانلین په امریکا کې د اې اېم سي په نامه د سینماګانو یوه لړۍ لري.

اړونده مطالب

ورته مطالب