د 'پېپا پیګ' کارټون بدیل جوړولو لپاره د استرالیایي مسلمانانو هڅې

پېپا پیګ د انځور حقوق PA
Image caption پېپا پیګ د ماشومانو لپاره یو محبوب بریتانوی کارټون دی چې ۱۸۰ هېوادونو کې خپرېږي.

اسټرالیایي مسلمانو مشرانو د "پېپا پيګ" کارټوني لړۍ د اسلامي بدیل جوړولو کمپاین ملاتړ کړی. ددې کارټون ډېرې کیسې په یوه "عمدتا مسلمان میشتي ښار" کې پېښېږي.

پېپا پیګ د ماشومانو لپاره یو محبوب بریتانوی کارټون دی چې ۱۸۰ هېوادونو کې خپرېږي.

د استرالیا د امامانو ملي شورا مېندې او پلرونه هڅولي ددغه کارټون جوړولو لپاره چې له اسلامي ارزښتونو ملاتړ کوي، پیسې راټولې کړي.

"برکه (برکت) هیلز"، (د برکت غونډۍ) د "حلال" کارټون یوه لړۍ ده چې وړاندیز شوې د پېپا پیګ لپاره اسلامي بدل په توګه جوړ کړای شي.

د "ون فور کېډز (One4Kids)" شرکت چې د اسلامي لارښوونو له مخې ماشومانو ته پروګرامونه تولیدوي، هوډ لري د ۱۵۰ زره ډالرو راټولولو سره ددغې لړۍ جوړول پیل کړي.

دغه شرکت په یوه ویناپاڼه کې ویلی؛ ددې لړۍ اصلي هدف دا دی چې ماشومانو ته وښيي څنګه کېدای شي هم مومن مسلمان او هم په خپله ټولنه کې یو ښه وګړی پاتې شي.

د انځور حقوق ONE4KIDS
Image caption برکت هېلز (د برکت غونډۍ) د پېپا پیګ بدیل په توګه تبلیغ شوی

دا شرکت چې په سېدني کې فعالیت کوي، داسې کارتونونه جوړوي چې پر لمونځ، د پیغمبرانو پر کیسو، رمضا او عربي زده کړو ورټولې دی.

د استرالیا د امامانو ملي شورا رییس شیخ شادي سلیمان په یوه ویډیو کې چې پر خپلې فیسبوک پاڼې یې خپره کړې، له خلکو غوښتي چې د "برکت غونډۍ" کارتوني لړۍ جوړوونکي شرکت ته پيسې ورکړي.

هغه په دې پیغام کې ویلی؛ "په دې ورځو کې، په دې عصري وخت کې زموږ ماشومان په ټلویزیونو کې د بېلابېلو کارتونونو لیدلو تسخیر کړي او زموږ دنده دا نه ده چې د هغوی د نندارې مخه ونیسو، بلکې دا ده چې هغوی ته بدیل ورکړو."

د "ون فور کېډز" شرکت یوه چارواکي صبحی الشیخ بي بي سي ته وویل؛ پېپا پیګ یې خوښېږي، خو داسې پیغامونه پکې شته چې ماشومان ورسره بېباکه لویېږي.

هغه وویل؛ "زه هم د ډېرو نورو کسانو مسلمان یا غیرمسلمان، د خوګ پلوي یا کرکه کوونکي په څېر، د پېپا پیګ پلوی یم. موږ فکر وکړ چې ښایي موږ به ددې بدیل جوړ کړو چې د ورځني ژوند په اړه وي. او ولې باید پېپا پیګ ته ورته لړۍ ونه لرو؟"

د دولتي شمېرو له مخې د ۶۱،۱ سلنه خلکو په پرتله چې ځانونه عیسویان بولي، اسټرالیا کې ۲،۲ سلنه خلک خپل دین اسلام پېژني.