بالیووډ هند کې د رواني روغتیا موضوع ننګولې

د انځور حقوق AFP
Image caption په دې فلم کې د رواني روغتیا موضوع راپورته شوې

په هند کې رسنۍ او طبي کار کوونکي د یو نوي فلم په ستاینه نه ستړي کېږي. دا ځکه چې په دې فلم کې د رواني روغتیا موضوع راپورته شوې.

د 'ډئیر زندګي ' یا 'خوږ ژوند ' په نوم دا فلم په اصل کې د یوې لیکوالې کېسه ده، چې د هېڅ کار لپاره هوډ نه لري، او له بې خوبۍ کړېږي.

په هند کې د رواني ناروغیو درملنه، یا یې په اړه مرسته غوښتل، یو شرم بلل کېږي. ډېر کسان رواني ناروغي لیونتوب بولي. په دې ناروغینو د اخته کسانو ترمنځ د ځان وژنې کچه هم ډېره لوړه ده.

خو د 'ډئیر زندګي ' دا نوی فلم د دې موضوع هغه اړخونه را برسېره کوي چې ډېر وخت پرې خبرې نه کېږي.

د فلم مرکزي کردار هغه سینمایي عکاسه ده چې په رواني ناروغۍ اخته ده.

نوموړې د درملنې یا مرستې لپاره یوه ډاکټر ته ورځي. ډاکټر ورته چې اوسنی رواني حالت یې د هغو ستونزو له کبله دی چې نوموړې په کوچنیوالي کې ورسره مخامخ وه.

'ده وائر ' په نوم یوې رسنی دا نوی فلم یو هوښیار فلم بللی.

تنول ټاکور په خپله لیکنه کې وایي، موږ د رواني ناروغیو په اړه ځکه نه غږیږو چې نه غواړو چا ته خپل زړه تش کړو، نه غواړو چې څوک مو له داخلي حالته خبر شي. خو په دې فلم کې هغه ټولې پوښتنې را پورته شوي چې عموماً خلک ترې ډډه کوي.

یو بل فلمي نقاد 'انوپم چوپرا ' په هندوستان ټائمر ورځپاڼه کې لیکلي، دا فلم په ډېر جراًت سره وایي

'' رواني ناروغي شرم نه دی. په فلم کې پر داسې موضوع خبرې شوي چې باید بیا بیا را پورته شي ''

خو یوازې د رسنیو او د فلم د نړۍ خلک نه دي چې د دې نوښت ستاینه کوي. طبي کار کوونکي هم دا یو ګټور ګام بولي. اروا پوهه ''هانسیکه کپور '' وایي

''په دې فلم کې د رواني ناروغۍ د درملنې ټول مراحل په ډېره ساده او عادي ژبه ښودل شوي. دا یو نېک کار دی. باید موږ او تاسې په دې اړه لا ډېر بحث وکړو ''

د هند د فلمي نړۍ ځینو نورو څېرو هم هڅه کړې چې د رواني ناروغیو په اړه پوهاوی ډېر کړي. هنرمندې 'دیپیکا '' او ډایرکټر 'کرن جوهر ' په دې وروستیو کې د خپل شخصي ژوند کېسه کړې او پر دې غږېدلي چې څه ډول له خپګانه کړېدل.