پاکستان پر هندي فلمونو بندیز لرې کړ

پاکستان هند
Image caption په پاکستان کې تر پاکستاني فلمونو هم څو چنده زیات هندي فلمونه کتل کېږي

د پاکستان سینما چلوونکو پرېکړه کړې، چې د دوشنبې له ورځې خپلو سینماو کې پر هندي فلمونو بندیز لرې کړي. د دغه هېواد د سینماګانو چلوونکو د روان کال په سپټمبر میاشت کې تر هغه وروسته د هندي فلمونو نه ښکاره کولو اعلان وکړ، چې د پاکستان او هند اړیکې د اوړي کمپ تر برید وروسته ډېرې خرابې شوې.

د ایشوريا او رنبیر عشقي صحنې او د سانسور بورډ بیاتي

د بالیووډ 'بدمعاش' ستوری پران ومړ

شاه رخ خان د امریکا هوايي ډګر کې 'نیول' شوی

د سینماو د څښتنانو له دې پرېکړې سره جوخت د پاکستان د برېښنايي رسنیو ادارې (پيمرا) هم په سینماو کې پر هندي فلمونو د بندیز اعلان کړی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېری پاکستاني رسنیو د اکتوبر له ۱۶ وروسته د هندي تفریحي موادو خپرول بند کړي ول.

پاکستان چې په سینماو کې يې تر خپلو فلمونو هم زیات هندي فلمونه چلېږي او د سینماو چلوونکو ورباندې خورا ډېرې ګټې کوي، له دغه بندیز سره يې کاروبار په ټپه درېدلی و.

٭له پاکستاني رسنیو د هندي تفریحي موادو پر خپرېدو بشپړ بندیز

*جګړه او ادب او هنر

شاه رخ خان ته څپلیو جوړولو موچي زندان ته ولېږه

بله خوا د پاکستان ډېری وګړي هم خواښيني ول چې د بوختتیا له یوې لويې سرچینې بې برخې شوي ول.

په پاکستان کې له هندي فلمونو سره سره د هندي فلمونو سندرې هم خورا زیات مینه وال لري.

د پاکستان د سینماو د چلوونکو اتحاديې مشر زوریز لاشاري له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دغه بندیز به دوشنبه د ډسمبر پر نولسمه ختم کړي.

د انځور حقوق Rafiq Maqbool
Image caption هندي فلمونه او د دېپیکا پدوکن په شان لوبغاړي پاکستان کې ډېر مینه وال لري.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي پوځ پر یوه کمپ په سپټمبر میاشت کې برید شوی و، چې هند يې تور د پاکستان پر استخباراتو پورې کړ او ورسره سم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شوې.

'هندي فلمونه د خپلې ټولنې سم تصویر نه ښيي'

ویډیو پر پاکستاني فلمونو د هندي سېنما سیوری

پاکستان مخکې هم په ۱۹۶۵ زېږدیز کال کې له هند سره تر جګړې وروسته د دغه هېواد په سینماو کې د هندي فلمونو پر کتلو بندیز لګولی و، چې دغه بندیز بیا په بشړه توګه په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې لرې کړل شو.

د هند او پاکستان له جوړېدو راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ کله نا کله سیاسي او پوځې شخړې راولاړېږي چې د کشمیر پر مسلې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه جګړې شوې دي.

ورته مطالب