عامر خان د فېلم پلورلو هنر لري

د انځور حقوق SPICE PR
Image caption عامر خان په وروستي اعلان سره ځان ته د خلک پام اړول غواړوي.

مشهور هنرمند یو ځل بیا کارند ښکاري دا مهال د هند د هریانه ایالت د وړو ښارونو په چوکونو کې په ماته ګوټه هریانوي ژبه د خبرو پر خبر ښکاري.

عامر خان د هریانه په بهواني کې د یوې منځپوړې کورنۍ واده ته د ناوې له خوا بلل شوی دی. د عامر په ځای چاغښت یا 'فېت ټو فټ' هڅې دا مهال د رسنیو سرټکي دي.

په دې کې عامر له خپل چاغ او خېټور بدن په مناسب او څلاک ځلمکي بدلېدونکو انځورونو سره خلکو ته د پیغام رسولو پر مهال ښکاري.

* هندي فلم "۳ بې عقلان" د باليووډ ۱۶جايزې وګټلې

* سني لیون ته د لسګونو میلیونو وړاندیز

* پاکستان پر هندي فلمونو بندیز لرې کړ

په دې هڅو کې د عامر خان د بري راز پټ دی. په بالیووډ کې دې هڅو ته تبلیغاتي هڅې یا پروموشنل فنډا وايي. عامر خان په دې برخه کې هم مسلکي بلل کېږي.

عامر خان د پرمختګ په دغو نوښتي لارو ډېر باورمن دی او په دې لار کې تر هر بریده مزل ته چمتو دی.

د هر فېلم د پرمختګ لپار ه عامر خان بېلا بېلې ستراتیژۍ کاروي، چې ټیک نوې او اغېزناکې وي، هغه دې ستراتیژیو ته د 'ون مېن' شو یا په خپل سر نندارې په ډول د عمل جامه ور اغونځي.

د انځور حقوق SPICE PR
Image caption د ګجني فېلم د بازار موندې پر مهال د عامر ډېرو مینوالو وېښتان داسې جوړ کړل.

د ۲۰۱۴ کال د ډيسمبر پر نهمه د 'پي کې' فېلم د تبلیغ یا بازار موندلو لپاره عامر بوجپوري زده کړې وه. د لومړني لرلید سره یې په خپاره تبلیغاتي پوسټر کې عامر خان پر بوجپوري ژبه خبرې کولې.

په دې یې هم بسنه ونه کړه خپل ټوېټر ګڼون کې یې هم په بوجپوري ژبه پیغامونه لیکل، چې له امله یې په کتونکو کې د پي کې فېلم په تړاو تجسس زیات شو.

د فېلم د پرمختګ لپاره عامر خان په تیاترونو کې بوتونه هم کارولي و، کله چې لیدونکي د دې مجسمو ترڅنګ تلل، نو عامر خان پکې په بوجپوري ژبه په خبرو کې لیدل کېده، په اصل کې په دې مجسمو کې د عامر خان ریکارډ شوی غږ و.

* 'د سلمان خان نوی فلم د ګټې پر لور'

* عامر خان پر خپلو ځینو فلمونو پښېمانه دی

* شاه رخ خان ته څپلیو جوړولو موچي زندان ته ولېږه

د خوشالۍ درې 'دهوم ۳' فېلم ته د بارزار موندنې یا تبلیغ په پیل کې عامر خان نه ښکارېده، دا هم د هغه یو داسې فېلم و چې جنجال یې پورته کړ او په رسنیو کې تود بحث پر کېده. خو کله چې خورا مشهور شو، نو د دریم پړاو بازار موندنه کې یې عامر خان په لویو او کوچنیو مرکزونو کې له خلکو سره مخ کېده تږ دا لیدل یې هم په خبري سرټکو کې راتلل.

په دې ډول پر فېلم پرلپسې بحث کېده او ډېر بریالی وخوت. دا هرڅه د عامر خان د پلان یواځې یوه برخه وه، د خلکو ژوند یا 'پیپلی لائیو' فېلم ته بازار موندلو کې چې عامر خان له ګرانۍ د خپه خلکو سره مخ کېده، نو د دې فېلم سندره( ګراني بد شی دی...) یې پر مهمو سندرغاړو ویله او په مارکېټونو او نورو ځایونو کې یې په ژوندۍ بڼه وړاندې کوله.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption عامر خان د خپل تازه فېلم د تبلیغ پر مهال.

ان عامر خان د دې فېلم د بازار موندلو پر مهال ډول و ډنګاوه او د رسنیو او لیدونکو پام یې ځان ته واړاوه. د ګنجي له خپرېدلو مخکې عامر خان د ګنجیانو ډله جوړه کړه او په دې سره یې فېلم ته بازار وموند.

د فېلم د بازار موندنې لپاره پر سړکونو د سر خرییلو چړې لیدل کېدې، ځینې مینوالو په ګنجي سټایل کې وېښتان جوړ کړل او دا ټول د ورځپاڼو سرټکي شول. په ټول بدن د خالونو یا ګلاونو اېښودل شویو پوسټرونو سره لیدونکي لا هم احساساتي شوي وو او کله چې عامر خان دا ستراتیژي پخپله عملي کړه فېلم لا ډېر مشهور شو.

* پر پاکستاني فلمونو د هندي سېنما سیوری

* 'هندي فلمونه د خپلې ټولنې سم تصویر نه ښيي'

* هندۍ هنرمنده چې د یوټیوب له لارې یې شهرت موندلی

د درې ساده ګان یا 'تري ایډیټ' فېلم ته په مارکېټ موندلو کې عامر خان خپل کاروباري سوچ لوړې څوکې ته ورساوه، عامر خان دې فېلم ته د بازار موندلو لپاره بڼه بدله کړه، کله به د اټو رکشې سره ښکارېده کله به د کلیو په ښوونځیو کې ماشومانو ته د چای ور کولو په حالت ښکارېده.

له فېلم خپرېدلو مخکې عامر خان په بېلا بېلو بڼو د هېواد مختلفو ښارونو کې ښکارېده. د عامر خان دا انداز دومره نوی او عجیب و چې د هیجا په فکر کې هم نه راتلو.

د انځور حقوق SPICE PR
Image caption عامر په یو واده کې دی.

د 'منگل پانډي' فېلم له خپرېدلو مخکې چې کومې مرکې ور سره شوې، په هغو کې عامر خان ټولو خبریالانو ته د برېتونو له کش کولو ویلي و، ترڅو وپوهېږي چې اصلي دي که مصنوعي.

په دې ډول وړو وړو خو جالبو بازار موندنکو ستراتیژيو سره عامر خان د خپلو فېلمونو لپاره کشش پیدا کوي.

عامر خان د 'تلاش'په نوم فېلم لپاره د ممبيي د جرمونو رپورټرانو سره لیدلي و او له دوی سره یې د جرمونو په رپوټولو کې پر ستونزو خبرې کړې وې او په دې سره یې د دا ډول خبریالانو په تړاو معلومات ترلاسه کړي وي.

* بالیووډ هند کې د رواني روغتیا موضوع ننګولې

* هندي فلم 'دهوم تهري' نېپال کې بې ساري مالي ګټه کړې

* د ایشوريا او رنبیر عشقي صحنې او د سانسور بورډ بیاتي

د 'لګان' فېلم لپاره عامر خان چې د بازار موندنې کومه ستراتیژي غوره کړې وه، ډېر حیرانوونکې وه، ځکه د لګان ټول مهم لوبغاړي یې له ځان سره په فیلمي جامو کې مختلفو مارکېټونو او عامه ځایونو ته بوولي وو.

دوی په بازارونو کې د لګان فېلم په څېر کریکټ هم ولوباوه، او دې مارکېټینګ ستراتیژي خپل کار ور کړ.

عامر خان د لګان له خپرولو مخکې د کریکټ نړۍ مشهور لوبغاړي سچن تندولکر ته دا فېلم وښود، چې دا لیدنه د خبرونو سرټکی شوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption په منګلا پانډي فېلم کې چې عامر کوم برېتونه پرېښودلي و، تر ډېر وخت دود و.

بالیووډ کې د فېلم بازار موندل د فېلم جوړولو د لګښت برخه بلل کېږي او پر دې هم ډېره خرچه کېږي، خو د عامر فکر بل ډول دی.

د فېلم د نامتو شنونکي اجي برهمتاج په خبره، 'پر فېلمو جوړولو چې د عامر څومره پام ور ټول دی، له هغه څو چنده پام یې بازار ته هم دی، عامر د فېلم د بازار لپاره ځانګړې بازار موندونکې ډلې جوړې کړې دي'.

د عامر د فېلم د بازار موندنکې ادارې 'سپایس' مشر شلپا هانډا وايي، ډېرې ستراتیژۍ د عامر په یاد کې وي، موږ یې د امکان تر حده عملي کولو کوشش کوو، کله کله موږ هم پر هغو خپل نظر څرګندو، خو دا د عامر په خوښه او ناخوښه پورې تړلې دي.