تېر لس کاله افغانستان کې تر ۵۰۰۰ ډېر لرغوني اثار کشف شوي

Image caption افغان چارواکو له خپل ولس او بهرینو هېوادونو وغوښتل که د افغانستان لرغونې اثار ورسره وي هغه دې وروسپاري.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، په تېره لسیزه کې یې څه باندې ۵۰۰۰ لرغوني اثار له بېلو ولایتونو غونډ کړي او ملي موزیم ته سپارلي دي.

په دې کې ډیرې سېکې، مجسمې او د سینګار توکي دي.

په همدې حال کې افغان چارواکو له خپل ولس او بهرینو هېوادونو وغوښتل که د افغانستان لرغونې اثار ورسره وي هغه دې وروسپاري.

د باميانو د بودا يوه مجسمه رغول کېږي

جمرود کې ۱۱۰ لرغوني ځایونه موندل شوي

افغان حکومت هڅه کوي له یوې ډډې د افغانستان د موزیمونو لوټ شوي او په نړیوالو بازارونو کې پلورل پلور شوي اثار بیرته ترلاسه کړي او بل پلو یې د نویو تاریخي اثارو د سروې، ساتنې او ایستلو لپاره هڅې روانې ساتلي دي، خو دا کار چټک نه برېښي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په جوړښت کې د لرغون پېژندنې ریاست مشر عبدالقدیر تیموري وايي چې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان په بېلو سیمو کې څه باندې ۵۰۰۰ لرغونې اثارترلاسه کړي او اړوندو بنسټونو ته یې سپارلي دي:

Image caption د افغانستان اطلاعاتو کلتور وزارت وايي چې په په تېرو کلونو کې ۵۰۰۰ تاریخي سیمې تثبیت کړې دي، چې په وینا یې یوشمېر یې په نا امنو سیمو کې نو ځکه یې څېړنه او کیندنه هم ګرانه ده.
Image caption د امان الله خان پاچا د واکمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره افغانستان د فرانسوي لرغون پوهانو په مرسته د لرغونوتوکو ایستل پیل کړي وو، چې له ۱۳۴۵ لمریز کال راهیسې بیا دا کار خپله افغانان ترسره کوي.

"له نارنج غونډۍ مو سربېره پر نا منقولو اثارو ۱۱۸ اثار تر لاسه کړي، د لوګر ولایت ۲۳۹۲ اثار مو موزیم ته سپارلي دي، له میدان وردګو مو ۵۳۱ اثار، د کابل له خواجه صفا ۴۹ او له بلخه مو ۱۰۳۷ لرغونې نښې نښانې تر لاسه کړی، همدا راز له بامیانو مو ۶۶۲ اثار او له غزني ولایته مو ۲۲ تاریخي اثار تر لاسه کړي دي، چې په ټوله کې موږ په یوه لسیزه کې د افغانستان له بېلو برخو ۵۲۶۷ تاریخي اثار ترلاسه کړي دي."

لکه ښاغلي تیموري چې وویل، د لوګر د عینک له مسو کانه یې څه باندې ۲۰۰۰ لرغونې توکي ترلاسه کړي خو دا هم مني چې هلته ۸ لرغونې معبدونه دي چې د لیږد وړتیا نه لري، یوشمېر لرغون پوهانو اندېښنه ښودلې که د کان کیندنه پیل شي، نو عبادت ځایونو او لرغونو توکو ته به زیان ورسېږي.

پکتياموزيم ته لس قلمه نور لرغوني اثار

نوې کیندنې تر ډېره په امنو او ښاري سیمو کې شوي، خو رپوټونه وايي په نا امنو سیمو کې لاهم تاریخي توکي په ناقانونه او نامسلکي ډول ایستل کېږي او بهرته قاچاقېږي.

له بلې خوا، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست کمال سادات له بهرنیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان تاریخي اثار بېرته دغه هېواد ته وسپاري.

Image caption د کوشانیانو د دورې یو تاریخي اثر (۲۰۰ - ۵۰۰ م)
Image caption افغان حکومت هڅه کوي له یوې ډډې د افغانستان د موزیمونو لوټ شوي او په نړیوالو بازارونو کې پلورل پلور شوي اثار بیرته ترلاسه کړي او بل پلو یې د نویو تاریخي اثارو د سروې، ساتنې او ایستلو لپاره هڅې روانې ساتلي دي، خو دا کار چټک نه برېښي.

د امان الله خان پاچا د واکمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره افغانستان د فرانسوي لرغون پوهانو په مرسته د لرغونوتوکو ایستل پیل کړي وو، چې له ۱۳۴۵ لمریز کال راهیسې بیا دا کار خپله افغانان ترسره کوي.

غلا شوي لرغوني اثار ملي موزیم ته وسپارل شول

ددې تر څنګ د افغانستان اطلاعاتو کلتور وزارت وايي چې په په تېرو کلونو کې ۵۰۰۰ تاریخي سیمې تثبیت کړې دي، چې په وینا یې یوشمېر یې په نا امنو سیمو کې نو ځکه یې څېړنه او کیندنه هم ګرانه ده.

Image caption افغان چارواکو له خپل ولس او بهرینو هېوادونو وغوښتل که د افغانستان لرغونې اثار ورسره وي هغه دې وروسپاري.
Image caption د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست کمال سادات له بهرنیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان تاریخي اثار بېرته دغه هېواد ته وسپاري.

بلخ کې د لرغونو اثارو د رغونې هڅې

اړونده مطالب

ورته مطالب