بریتانیایی سندرغاړی جورج مایکل د ۵۳ کلونو په عمر مړ شوی

د انځور حقوق AP
Image caption د بریتانیا د ولیعهد مخکینۍ مېرمن ډیانا د جورج مایکل ملاتړې وه. هغه یې په ۱۹۹۷ کال خاورو ته د سپارلو مراسمو کې ګډون وکړ

په نړیواله کچه پېژندل شوی پاپ بریتانیایی سندرغاړی جورج مایکل د ۵۳ کلونو په عمر په خپل کور کې مړ شوی دی.

نوموړی د تېرې پېړۍ اتیایمه لسیزه کې ډېر وځلېده.

پولیس وايي "امبولانس د ګرینویچ پر وخت په یوه بجه او ۴۲ دقیقو اکسفورډ شیر کې د جورج مایکل کور ته ژر ورغی، چې روغتون ته یې ولېږدوي".

دوی وايي، پر دې اند دي چې مایکل پخپل عادي مرګ مړ شوی او داسې څه نه شته چې ګني د هغه د مرګ لامل دې ګرځېدلي وي.

د جورج مایکل وکیل په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "په ډېرې خواشینۍ سره وایو چې زموږ زوی، ورور او ملګر جورج پخپل کور کې د کریسمس د خوشحالیو پرمهال په عادي مرګ مړ شوی".

د انځور حقوق PA
Image caption جورج مایکل د لندن شمال کې زیږېدلی چې په څه باندې څلورو لسیزو کې یې د سندرو تر ۱۰۰ میلیون ډېر البومونه خرڅ شوي دي.

د ګوردو التهاب

د انځور حقوق PA
Image caption جورج مایکل او اندرو ریډیجلي، چې دواړه په ۱۹۸۰ لسیزه کې د شهرت لوړې پوړۍ ته رسېدلي وو
د انځور حقوق Getty Images
Image caption جورج مایکل په ۲۰۱۱ کال ناروغه و، چې د ځینو سندریزو مېلو پرېښودو لامل یې شو

جورج مایکل د لندن شمال کې زیږېدلی چې په څه باندې څلورو لسیزو کې یې د سندرو تر ۱۰۰ میلیون ډېر البومونه خرڅ شوي دي.

مایکل هغه مهال د شهرت پوړۍ ته وخوت چې له خپل ملګري اندرو ریډجیلي سره یې په Wham ډله کې سندرې پیل کړې.

په ۲۰۱۱ کال مایکل ځکه ګڼې سندریزې مېلې پرېښود چې د ګوردو په التهاب اخته شوی و.

خو کله یې چې په ویانا کې درملنه وشوه، نوموړي وویل، دا ناروغي یو پړاو و چې تېر شو.

د نوموړي یوه مشهوه سندره د "وروستي کریسمس" په نامه ده.

اړونده مطالب