ډیبي رینولډز د لور له مړینې یوه ورځ وروسته مړه شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption کیري فیشر له ډیبي رینولډز سره په ۲۰۰۳ کال

د امریکا مشهوره افسانوي سینمايي لوبغاړې ډیبي رینولډز د خپلې لور کیري فیشر له مړینې یوه ورځ وروسته د ۸۴ کلونو په عمر مړه شوې ده.

د نوموړې مړینه روغتون ته تر لېږدول کېدا څو ساعته وروسته اعلان شوې ده.

د هغې د مړینې خبر د رینولډز زوی تایید کړی دی. امریکايي رسنیو ویلي، دغه پخوانۍ هنرمنده له مغزي سکتې سره مخامخ شوه او د چارشنبې په ورځ لاس انجلیس کې روغتون تر لېږدول کېدا وروسته مړه شوې ده.

ډیبي رینولډز د هالیووډ یوه مشهوره ښځینه لوبغاړې وه. هغه په مشهور فلم ''باران کې سندرې ویل'' یا (سېنګېنګ اېڼ ده رېن) کې له جین کلي سره لوبېدلې ده.

رینولډز په ۱۹۶۴ کال په ''مالي براوني نه ډوبېدونکی دی'' (The Unsinkable Molly Brown) فلم کې د لوبېدو له کبله د اوسکار جایزه وګټله.

هغې په ۲۰۱۵ کال د خپل هنري ژوند له برکته د ښې لوبغاړې جایزه وګټله. هغې ته په مراسمو کې خپلې لور کیري فیشر خپله جایزه ورکړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کیري فیشر له ډیبي رینولډز سره په ۱۹۷۲ کال

رینولډز په ۱۹۵۵ کال له سندرغاړي اډي فیشر سره واده وکړ. دوی یوازې دوه بچیان لرل چې په ۱۹۵۹ کال سره جلا شول او رینولډز بیا وروسته دوه مېړونه وکړل.

کیري فیشر د اغلې رینولډز لور وه چې د تېرې سې شنبې په ورځ د زړه د حملې له کبله په شپېته کلنۍ کې مړه شوه.

اغلې فیشر د جمعې په ورځ له لندن نه د امریکا لاس انجلیس ته تلله چې د زړه حمله پرې راغله او ژر له الوتکې روغتون ته ولېږدول شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډیبي رینولډز په مشهور فلم ''باران کې سندرې ویل'' یا (سېنګېنګ اېڼ ده رېن) کې له جین کلي سره لوبېدلې ده.