۲۰۱۶ کال کې د بالیووډ جنجالونه

په اسیایي هېوادونو په تېره بیا افغانستان او ایران کې د هندي فلمونو محبوبیت اوږده مخینه لري، خو د بالیووډ ورځ تربلې ډېرېدونکی محبوبیت او هالیووډ ته د هغې د ستورو لار موندنه دې کچې ته رسېدلې چې اړوند خبرونه یې په اروپایي او امریکایي هېوادونه کې جنجالونه راپارولي.

د انځور حقوق Getty Images

پریانکا چوپړا هالیووډ کې

هالیووډ ته د پریانکا چوپړا لارموندنه د ۲۰۱۶ کال له هغو خبرونو و چې شورماشور یې جوړ کړ. دغې ستورې د کال په پیل کې د کوانټیکو په ټلویزیوني سریال کې د رول لوبولو له امله د امریکا ټلویزیوني سریالانو کې د ښې ښځینه لوبغاړې په توګه د خلکو لخوا غوره شویو جایزو ته وټاکل شوه. په دې توګه هغه لومړنۍ اسیایي لوبغاړې ده چې بریالۍ کېږي دا جایزه ترلاسه کړي.

هغه له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې د نړۍ ښکلا ملکه ټاکل شوې او تراوسه یې له ۵۰ ډېرو فلمونو کې رول لوبولی.

پریانکا چوپړا د خپل لومړني هالیووډي فلم صحنو فلم اخستو لپاره د ۲۰۱۶ کال ډېره برخه په امریکا کې تېره کړه چې د (بي واچ) ټلویزیوني مجموعې سینمایي نسخه ده او لوبغاړي یې ډواین جانسن او زېک افرون دي.

د انځور حقوق AP

پر سلمان خان د ژویو وژلو تور لرې کېدل

په جولای میاشت کې د هند یوې محکمې د بالیووډ پر ستوری سلمان خان د دوه لسیزه مخکې ډزو او له خطر سره مخو حیواناتو وژلو تور لرې کړ.

سلمان خان له اوو نورو کسانو سره د یوې هوسۍ او دوو غرنیو اوزو چې په ۱۹۸۸ کال کې په راجستان کې تر ساتنې لاندې وو، په وژنې په تورن شوی و.

دغه فلمي ستوري وړاندې په ابتدایي محکمه کې د دوه غیرقانوني ښکارونو له امله په ترتیب سره په یوه او پنځو کلونو زندان محکوم شوی و چې وروسته یې محکمې کې د استیناف غوښتنه کړې وه.

سلمان خان چې پنځوس کاله عمر لري د بالیووډ سینما له وتلو ستورو دی چې له ۸۰ ډېرو فلمونو کې راڅرګند شوی.

د لاس انجلس هوایي ډګر کې د شاهرخ خان نیول کېدل

د بالیووډ ترټولو مشهور او محبوب ستوری شاهرخ خان د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې د لاس انجلس په هوایي ډګر کې ونیول شو.

هغه په لاس انجلس ډګر کې تر نیول کېدو وروسته پر ټویټر ولیکل: "په بشپړه توګه د نړۍ اوسنی وضعیت درک کوم او امنیتي مسایلو ته درناوی کوم. خو دا چې هرځل د امریکا د مهاجرت په برخه کې ونیول شم ډېر خواشینوونکی دی."

امریکایي چارواکو له دې چې شاهرخ خان د لاس انجلس هوایي ډګر کې ونیول شو، خواشیني وښوده.

هغه وروسته د امریکا یېل پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ په ټوکو وویل: "هرکله چې د غرور او تکبر احساس کوم، امریکا ته سفر کوم. د امریکا د مهاجرت برخه د ستوري والي حس درنه اخلي."

دا درېیم ځل و چې دغه فلمي لوبغاړی امریکا ته د سفر پرمهال نیول کېږي. هغه په ۲۰۱۲ کال کې د نیویارک هوایي ډګر ته څېرمه د ۹۰ دقیقو لپاره نیول شوی و.

په ۲۰۰۹ کال کې هم د نیویارک نړیوال هوایي ډګر ته له ننوتلو وروسته د دوو ساعتونو لپاره یې له دې ډګر نه د شاهرخ خان د وتلو مخنیوی وشو، خو وروسته د هند سفیر په مداخلې موضوع پایته ورسېده.

کشمیر کې د شخړو پر سر په پاکستان کې د هندي فلمونو د خپرېدو درېدل

په اکتوبر میاشت کې د پاکستان اصلي سینما ګانو په یوه ګام کې چې ددې هېواد له وسله والو ځواکونو ملاتړ وبلل شو، د هند تولید شوي سینمایي فلمونو خپرول یې بند کړل.

ورته وخت کې په هندوستان کې هم د پاکستاني لوبغاړو پروړاندې ورته ګام واخستل شو او د هندي فلم جوړوونکو یوې ډلې او د هند سینما فلم تولیدوونکي صنفي ټولنو اعلان وکړ چې په بالیووډ کې د پاکستاني لوبغاړو لوبول منع دي.

نژدې دوه میاشتې وورسته پاکستان کې د هندي فلمونو پر خپرېدو بندیز لرې شو، خو دا لومړی ځل نه و چې د ډیلي او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ د دواړو هېوادونو فرهنګي فعالیتونه اغېزمنوي.

"د هند مور" مړینه

جایارام جایالالیتا پخوانۍ فلمي لوبغاړې او د هند په سوېل کې د تامیل ناډو ایالت ترټولو لوړپوړې سیاسي چارواکې د زړه حملې له امله په ۸۶ کلنۍ کې مړه شوه.

دا سیاستواله خلکو ته ډېره ګرانه وه او پلویانو یې هغې ته "مور" ویل. هغه د تامیل ناډو ایالت په ایالت کې چې نارینه پکې برلاسي دي د ښځو د قدرت سمبول وه.

په تامیل ناډ ایالت کې اووه ورځې عمومي ویر اعلان شو او د هند دولت د هغې په درناوي یوه ورځ ملي رخصتي اعلان کړه.

جایارام جایالالیتا د هند په تر ۱۰۰ ډېرو فلمونو کې رول ولوبوه او د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې سیاست ته مخه کړه. هغه په ډېر مواردو کې په فساد تورنه شوه او د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې دوه ځلې د لنډې مودې لپاره زندان ته واچول شوه

Image caption جایارام جایالالیتا ۱۹۶۵ کې د "یو کس د زرو ترمنځ" فلم کي د ام جی راماچاندران ترڅنګ