د هند سینما وتلی پخوانی لوبغاړی اوم پوري ۶۶ کلنۍ کې ومړ

اوم پوري د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوم پوري یو ځل د هند سینما له یو شمېر ستورو سره افغانستان ته هم تللی و

د اوم پوري د کورنۍ یوه غړي بي بي سي ته وویل؛ د بالیووډ دغه پخوانی هندي لوبغاړی په ۶۶ کلنۍ کې مړ شوی دی.

د راپورونو له مخې؛ پوري باندې په ممبۍ کې د هغه هستوګنځي کې د زړه حمله راغلې وه.

نوموړی د ۱۹۶۰ کال د اکتوبر په ۱۸مه د هند هریانا ایالت په انباله ښار کې زېږېدلی و. هغه پر بالیووډ سینما سربېره په پاکستاني او بریتانیایي فلمونو کې هم کار کړی دی.

د بالیووډ مشهورو څېرو د هغه پر مړینۍ خواشیني ښوولې ده.

اوم پوري، د هند د هنري سينما تلپاتې څېره

+ ۲۰۱۶ کال کې د بالیووډ جنجالونه

اوم پوري چې په هنري او نورو فلمونو کې لوبېده، د ۱۹۸۰ کلونو په ځینو وتلو فلمونو کې په سخت زړور رول لوبولو مشهور و.

اوم پوري په ډېرو فلمونو کې د ښه رول لوبولو له امله ډېرې جایزې هم ترلاسه کړې وې.

په "ارد ستیه"، "د تګ اجازه هم راکړئ ملګرو" او "پار" په څېر فلمونو کې د فوق العاده رول ترسره کولو له امله د شهرت لوړو پوړونو ته ورسېده. د نوموړي ډېر فلمونه دي چې د سینما ترټولو ښو فلمونو ګڼل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوم پوري په ډېرو فلمونو کې د ښه رول لوبولو له امله ډېرې جایزې هم ترلاسه کړې وې.

اوم پوري د "د هند د فلم او تلویزیون انسټټيوټ" کې زده کړې کړې وې. تر هغې وړاندې ډیلي کې د "ډرامې ملي ښوونځي" ته تللی و چې هلته ورسره مشهور فلمي لوبغاړی نصیرالدین شاه هم ټولګیوال و.

د فلم صنعت ډېر هنرمندانو په وینا اوم پوري د یوه ښه لوبغاړي ترڅنګ ډېر نېک انسان او خلکو ته منلی شخصیت و.

+ د ډایرېکټر د توپیري خبرو په خلاف د هنرمندې دریځ وستایل شو

+ بالیووډ هند کې د رواني روغتیا موضوع ننګولې

نوموړی یو ځل د هند سینما له یو شمېر ستورو سره افغانستان ته هم تللی و او د وخت له ولسمشر محمد نجیب الله سره یې کتلي و.

نوموړي تېر کال د بي بي سي له دفتر نه په خپلې وروستۍ کتنې کې هیله ښوولې وه چې یو ځل کابل ته لاړ شي.

اړونده مطالب