د "بي بي سي ناظر" له نړۍ سترګې پټې کړې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د بي بي سي ناظر

شاعر او د موسیقۍ کمپوز جوړوونکی مهرعلي وطن دوست چې د نوي کور نوي ژوند په ډرامه کې يې د ناظر رول لوباوه، د یکشنبې په ورځ (۸ جنوري) ومړ.

د مهرعلي وطن دوست ورور شیرعلي بي بي سي ته وویل چې وطندوست مازدیګر مهال پېښور کې خپل کور کې ګلانو ته اوبه ورکولې چې له زینو ولوېد او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د شیرعلي په وینا د روغتون ډاکټرانو د وطن دوست د ژغورلو هڅه وکړه خو بریالي نه شول.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
"ناظر د خوشالۍ يو سمبول و"

عبدالله عبدالله

د افغانستان ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله په یوه خبرپاڼه کې د مهرعلي وطندوست په مړینې د خواشینۍ ترڅنګ ویلي، نوموړی نومیالی ممثل، شاعر او لیکوال داسې مهال د خلکو پر خولو موسکاوې خپرې کړې وې چې هېواد کې جګړه او وژنه روانه وه.

عبدالله عبدالله وايي، ددغه نوموتي هنرمند له نامه، په تېره بیا د بي بي سي د نوي کور نوي ژوند ډرامې د پښتو او دري برخو ‎ د ناظر له کرکټر سره نژدې ټول افغانان اشنا دي.

اجراییه مشر وايي، زه د نوموړي مړینه د افغانستان د تمثیل او فرهنګ په برخه کې نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼم، له پاک رب نه ورته د جنت فردوس، کورنیو، پلویانو، دوستانو، د هېواد د فرهنګ او تمثیل غړو او ټولو افغانانو ته تسلیت وایم.

مهرعلي وطن دوست له ډېرې مودې راهیسې له خپلې کورنۍ سره په پېښور کې اوسېده او له څه باندې شلو کلونو راپدېخوا د نوي کور نوي ژوند په ډرامه کې يې د ناظر رول لوباوه.

د انځور حقوق FB
Image caption مهر علي وطن دوست شعرونه هم ليکل ګڼو سندرغاړو وېلي دي

پښتو ډرامه کښوونکى ننگ يوسفزى ومړ

د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند محمد حسن کاکړ ومړ

پېژندل شوی شاعر او لیکوال ډاکتر خالق زیار خاورو ته وسپارل شو

وطن دوست د کابل د بتخاک په ولسوالۍ کې زيږېدلى و .

تراووه کلنۍ پورې په کابل کې اوسېده او لومړنی ښوونځى يې همدلته لوستلی و.

وروسته يې ننگرهار ته کډه وکړه او د ننگرهار ليسه يې پای ته ورسوله . بيا د همدې ولايت د اطلاعاتواو کلتور په مديريت کې مقرر شو .

ګڼو مشهورو سندرغاړو د مهرعلی وطن دوست شعرونه په سندرو کې ویلي چې له ډلې یې نغمه، استاد خیال محمد او استاد شاه ولې یادولی شو.

Image caption د نوي کور نوي ژوند د ډرامې کارکوونکي وايي د مهرعلي وطن دوست په مړینې ډېر خواښیني دي.

پېژندل شوی افغان شاعر پیرمحمد کاروان چې د مهرعلی وطن د وست همکار هم و وایی "دی د نوي کور نوي ژوند ډرامې روح او روان و ".

ښاغلی کاروان وايي "مهرعلی وطن دوست د خوشحالۍ یو سمبول و او په لیدو به دې زړه باغ باغ شو ".

ښاغلی کاروان دی له هغو کسانو بولي چې ساری یې نه پیدا کېږي او "خندا یې داسې وه لکه د مرغۍ پۍ چې هېڅ ځای کې نشته، خو له ده سره وې ".

د مهرعلي وطن دوست ورور بي بي سي ته وویل چې د ارواښاد مړی به د مرغومي په شلمه د دوشنبې پر ورځ د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ دامان کلي کې خاورو ته وسپارل شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب