مصر کې ۱۲ لرغوني فرعوني قبرونه کشف شوي

د انځور حقوق MINISTRY OF ANTIQUITIES
Image caption د انسانانو موندل شوي هډوکي ښيي چې دغه کسان په ژوندانه کې سم تندرست وو، خو د ځینو د خوارځواکۍ نښې هم لیدل کېږي.

د سویډن یوې ډلې د مصر په ډبرین ځای کې ۱۲ لرغوني توږل شوي قبرونه کشف کړي، چې قدامت یې د ''درېیم تحتمس'' او ''دویم امنحوتب'' پاچاهانو تر واکمنیو رسېږي.

دغه قبرونه د مصر سوېلي اسوان ولایت د غرونو په یوه لړۍ کې د لرغونو کیندنو پرمهال کشف شوي.

د مصر د لرغونو اثارو د چارو وزارت ویلي، په کشف شویو قبرونو کې د حیواناتو پاتې برخې او د انسانانو لوی هډوکي موندل شوي چې تر ډېره شاید د یوې کورنۍ وي، خو عمرونه یې بېلابېل وي.

فرعونیان، که د ماغزو لومړي جراحان

د قاهرې له موزیم ۱۸ لرغونې ټوټې غلا شوې

قبرونه له یوې خونۍ یا دوو جوړ شوي، چې د ننه پکې ډبرین او خاورین تابوتونه موندل شوي، چې مړي پکې مومیا شوي دي.

له مړو سره ځینې ګاڼه او پخواني تعویذونه هم اېښودل شوي.

د انځور حقوق MINISTRY OF ANTIQUITIES
Image caption د قبرونو د ننه ځینې تعویذونه د ګونګټې په بڼه موندل شوي

له دغو قبرونو د حیواناتو د قبرونو ګټه هم اخیستل شوې، ځکه چې په ځینو کې یې د تمساح، پسونو، وزو او کبانو بشپړ هډوکي موندل شوي.

د سویډن لنډ پوهنتون د لرغونو توکو اړوندې ډلې مشرې ماریا نېلسن ویلي، له دغه کشف معلومېږي چې په خښولو کې درې طریقې کارول شوې، په ډبره کې د توږل شویو قبرونو د ننه خښول، یا داسې قبر چې په ډبرو پوښل شوی وي او یا دا چې مړی په یوه لرګین تابوت کې په ټوکر کې نغښتل شوی.

نېلسن زیاتوي، د انسانانو موندل شوي هډوکي ښيي چې دغه کسان په ژوندانه کې سم تندرست وو، خو د ځینو د خوارځواکۍ نښې هم لیدل کېږي.

سرچینه وايي، دوی په پام کې لري چې راتلونکې کې نورې علمي څېړنې وکړي، چې تر ډېره شاید د اسوان غرونو لړۍ کې نور لرغوني قبرونه هم وموندل شي.

د انځور حقوق MINISTRY OF ANTIQUITIES
Image caption ددغو قبرونو قدامت د ''درېیم تحتمس'' او ''دویم امنحوتب'' پاچاهانو تر واکمنیو رسېږي

اړونده مطالب