د چین "پینیین" بنسټګر د ۱۱۱ کلونو په عمر ومړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوګوانګ د لیکدود داسې یو سیستم جوړ کړ چې د چینايي ژبې نښې یې پر لاتینو ابجدي تورو واړولې.

د چینايي ژبې د لیکدود یا "پینیین" سیستم بنسټګر او پلار ژو یوګوانګ د ۱۱۱ کلونو په عمر ومړ.

نوموړي د چینايي ژبې لپاره د یوه ابتکار په رامنځ ته کولو کې بریالی شو او دغه ژبه یې ډېره اسانه کړه.

یوګوانګ د لیکدود داسې یو سیستم جوړ کړ چې د چینايي ژبې نښې یې پر لاتینو ابجدي تورو اړوي.

ژو د تېرې پېړۍ پنځوسمې لسیزې په لړ کې د کمونیستي ګوند له یوې جرګه ګۍ سره درې پرله پسې کلونه د "پینیین" ژبې د پرمختګ لپاره کار وکړ.

چین کې ډېرې پخوانۍ لیکدړې موندل شوي

چینایانو ته: مور او پلار ته مو ورشئ که نه نو....

نوموړي د چینايي ژبې د زده کولو طریقه بدله کړه چې په هېواد کې یې د لوستلو او لیکلو کچه ډېره لوړه کړه، د نوموړي له ابتکار وړاندې په چین کې ۸۵ سلنه وګړو سم لوستل نه شوای کولی.

ژو په ۱۹۰۶ کال د چینګ کورنۍ د امپراتورۍ پرمهال زیږېدلی چې بیا وروسته په چین کې د واکمن کمونیستي نظام تر ټولو لوی ګوتنیوونکی شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یوګوانګ له ابتکار وړاندې په چین کې ۸۵ سلنه وګړو سم لوستل نه شوای کولی

چینايي رسنیو ویلي، نوموړی د شنبې په ورځ د خپلې زوکړې له لمانځلو یوه ورځ وروسته بیجینګ کې ومړ.

ژو د ځوانۍ دوران په امریکا کې تېر کړی او هلته یې د نیویارک او وال سټریټ د ونډو بازار کې هم ډېر کار کړی.

په ۱۹۴۹ کال په چین کې د کمونیستي نظام تر واکمنېدا وروسته ژو چین ته ستون شو، چې له هغه وروسته یې د چینايي ژبې د ودې او اسانولو لپاره کار پیل کړ، همدا وو چې دده په هڅو د چینايي ژبې د لیکدود لپاره د لاتین ابجد نوی سیستم جوړ شو.

نوموړي په ۲۰۱۲ کال له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل: "د پینیین لیکدود سیستم پرمختګ کې مو درې کاله کار وکړ. خلکو به ملنډې راباندې وهلې؛ ځکه چې دا ټول وخت مو یوازې له ۲۶ تورو سره سروکار و."

چین کې د نړۍ ترټولو اوږد ښیښه یي پول د خلکو پرمخ پرانستل شو

د چینايي ژبې د لیکلو نوی لیکدود په چین او ټوله نړۍ کې خپور شو، خو ګڼ چینایان، په تېره بیا هانګ کانګ او ټایوان د لیکلو بېل سیستمونه کاروي.

د پینیین سیستم په کمپیوټر او ځیرک ټیلېفونونو کې له کاروونکو سره د چینايي تورو لیکلو کې مرسته کوي، خو ځینې وېره لري چې هسې نه په پای کې اصیل چینايي توري له منځه ولاړ شي.

په وروستیو کې ژو د چینايي چارواکو تر نیوکو لاندې راغی، ګڼ کتابونه یې ولیکل پر ډېری یې بندیز لګول شوی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین د چینایانو ترمنځ د نوي لیکدود دودولو لپاره د (تورو 'حروفو' اتل) په نامه تلوېزیوني پروګرام پیل کړی و

نوموړي په ۲۰۱۱ کال د امریکا له اېن پي آر وېبپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي وو، هیله لري تر هغو ژوندی پاتې شي چې چینايي چارواکي د ۱۹۸۹ کال تیانانمین میدان کې د دیموکراسي غوښتوندو لاریونیانو پرضد د خپلو خونړیو بریدونو تېروتنه ومني.

ده ویلي: "عادي خلک پر کمونیستي ګوند باور نه کوي، ګڼ لوستي چینایان د دیموکراسۍ په کتار کې ولاړ دي."

اړونده مطالب