د ژباړې ستونزې او د سمون څو سپارښتنې

Image caption اسدالله غضنفر د افغان ولسمشر کلتوري سلاکار، لیکوال او کره کتونکی

استاد زلمی هیواد مل په "پښتو نثر اته سوه کاله" کې له شوروي یرغله وروسته د پښتو نثر په باره کې لیکي:" يو ډېر شوم كار چې دا وخت وشو، هغه دا و چې اكثر حزبي او دولتي مهالنۍ خپرونې دوه ايډيشنه شوې چې ظاهرا خو دا كار بايد سړى نېكمرغي وبولي ځكه د هرې مهالنۍ مستقل پښتو ايډيشنونه خپرېدل خو د ژبې په ګټه دي .

مګر موږ ځكه شوم ګام وباله چې د دې ايډيشنونو پښتو مطالب به له دري نه ترجمه كېدل او پښتو ليكوالو د روزنې مخه يې نيوله او ترجمه يې داسې ناوړه او ګډوډه وه چې د پښتو ليكنې سبك يې خراب كړى او څه كم سل كاله وروسته يې كابو د اميرعبدالرحمن خان د زمانې پښتو بيا رواج كړې وه.

د هيواد، انيس، حقيقت انقلاب ثور، زنده ګى حزبى ، مسايل صلح و سوسياليزم او ځينې نورې خپرونې په دوو اډيشنونو كې تهيه كېدلې ."

د استاد شکایت دا دی چې ژباړې پښتو نثر ته صدمه ورسوله. ژباړه څه وخت ژبې ته صدمه رسوي؟

* د شعر ژباړه..... شوني او ناشوني

* 'سینوهه'، د ښې ژباړې ښه بېلګه

که ژباړن په یوه داسې اداره کې کار کوي چې آمر یې په خپل کار سم نه پوهېږي خو آمریت یې خوښ وي نو دا امکان ډېر دی چې ژباړن ټکي په ټکي ژباړې ته مخه کړي او تر بل هر څه ورته دا مهم شي چې د آمر د نیوکو مخه ونیسي.

له رسنوالو سره د وخت کمی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه رسنۍ چې په دوو ژبو خپرونې لرې او یو مطلب له یوې بلې ته ژباړل کېږي د ژباړې اغېز پکې له ورایه ښکاري.

په اخبارونو او نورو خبري رسنیو کې په دې وجه هم د مقصد ژبه د مبدا ژبې ته کیفي صدمه رسوي چې له ژباړن سره معمولا د وخت کمی وي.

هغه ژباړونکي چې پر خپل کار مسلط وي، ممکن له آمره ونه وېرېږي او د وخت کمی هم د دې سبب نه شي چې د ژباړې نثر یې ناسم او بې خونده شي. مسلط ژباړن هغه څوک دی چې د مبدا له ژبې مطلب سم واخلي، د مقصد پر ژبه خو لاسبری وي او له هغه علمي مبحث سره نااشنا نه وي چې د ژباړې متن ورسره تعلق لري.

که یو څوک په انګلیسي او پښتو دواړو کې استاد وي خو له طب سره اشنا نه وي او طبي متن ورکړې، ممکن ناسمه ژباړه وکړي ځکه د طبي متن ترجمې ته نه یوازې د مبدا او مقصد له ژبو سره بلدتیا بلکې له طب سره بلدتیا پکار ده.

* د نیکه همځولی لمسی

* پردۍ ژبه څنګه ژر زده کړو؟

ځینې ژباړونکي په خپل کار کې ښه تجربه لري خو لټ او بې پروا وي. ښه ژباړه اسانه چاره نه ده. حمید مومند چې شعر د زخمي زړه له خوناب یا د نیم بسمل مرغه له نغمې یا د وینو له اباسین سره تشبیه کوي، دا خبرې یې په خپل دیوان کې نشته بلکې د هغه د ( نیرنګ عشق) د ترجمې په وروستۍ برخه کې راغلې دي. عالي ژباړه نه یوازې تجربه بلکې له کار، ژبې او ولس سره مینه هم غواړي.

هغوی چې ټکي په ټکي ژباړه کوي، ممکن د مبدا ژبې په جمله کې هرې راغلې کلیمې ته د مقصد په ژبه کې معادل وغواړي.

د ژباړل کېدونکې ژبې اغېز

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په رسنیو کې د کار چټکتیا هم د ناسمې ژباړې لامل کېږي.

نن سبا په یوه تلویزیوني اعلان کې د ( وینئ) په ځای ( ننداره کوئ) راځي او دا کار ځکه شوی دی چې ژباړن د( تماشا میکنید) د دوو کلیمو لپاره په پښتو کې هم دوه کلیمې راوړې دي، حال دا چې د مقصد د ژبې د یوې کلیمې د ژباړې لپاره د مبدا په ژبه کې ممکن دوې کلیمې او برعکس د مقصد د ژبې د دوو کلیمو لپاره د مبدا ژبې یوه کلیمه کافي وي.

دغه راز کیدای شي د مبدا ژبې یوه جمله د مقصد په ژبه کې په دوو جملو کې ښه راشي او برعکس.

ځینې کلیمې چې هم د مقصد او هم د مبدا په ژبو کې استعمالېږي، ممکن په دواړو ژبو کې بېلې معناوې ولري. کمزوری ژباړن شاید دغه توپیر ته متوجه نه شي.

نن سبا په یوه تلویزیوني اعلان کې اورو چې: احترام شناخت ماست. اعلان له اردو ژباړل شوی دی او د ژباړن دې ته نه دی پام شوی چې شناخت په اردو او دري کې د یو بل معادل نه دي او همدا وجه ده چې دري ژبی د دې جملې په معنا سم نه پوهېږي.

* پښتو ته ژباړې ولې کمزورې دي؟

* "پنځوس ميلیونه" ټولګه په هندي ژبه چاپ شوه

د مقصد ژبه هغه وخت هم د مبدا ژبې تر منفي اثر لاندې راځي چې ژباړن د مبدا ژبې په جمله کې راغلي صفت ته خامخا صفت یا مثلا اسم ته خامخا اسم ولټوي.

په انګریزي کې وایي: (رشین پریزډنټ) چې ټکي په ټکي ژباړه یې ( روسی ولسشمر) کیږي. په پښتو کې پکار ده د صفت و موصوف دغه رابطه د مضاف او مضاف الیه پر رابطې بدله کړو او ولیکو: د روسیې ولسشمر. ( روسی ولسمشر) یعنې هغه ولسمشر چې په خټه روسی دی، حال دا چې په انګرېزي کې مطلب بل څه دی.

په دري کې وایو: ( من با کمپیوتر آشنایی دارم.) ( آشنایي) اسم دی او کمزوری ژباړن ممکن په پښتو کې هم اسم ورته پیدا کړي او ولیکي چې : ( زه له کمپیوټر سره بلدتیا لرم.) حال دا چې په پښتو کې بهتره ده ولیکو چې : ( زه له کمپیوټر سره بلد یم.) د دري جملې د اسم په ځای په پښتو کې صفت راغی.

ښه ژباړه ښو اثارو پنځولو ته لار جوړوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مقصد ژبه هغه وخت هم د مبدا ژبې تر منفي اثر لاندې راځي چې ژباړن د مبدا ژبې په جمله کې راغلي صفت ته خامخا صفت یا مثلا اسم ته خامخا اسم ولټوي.

پر مبدا ژبه باندې د مقصد د ژبې یو بل منفي اثر دا کیدای شي چې د مقصد د ژبې په پیروي په خپله ژبه کې ترکیبونه جوړ کړو.

په دري کې د ( برګریزان) لغت شته. موږ یې په پیروي ( پاڼرېژ) ساز کړ، حال دا چې ضرور نه ده چې د بلې ژبې هر ترکیب په هماغه شکل پښتو کړو. پاڼرېژ ته خوشحال خټک رژون وایي. خوشحال فرمايي

په سم دي که په غره دي، د بهار خاصه ګلونه

آخر به یې رژون وي د ګلونو له درخته

په انګریزي کې د پیس بلډنګ اصطلاح شته، ضرور نه ده چې موږ یې اعمار صلح وبولو، ځکه سوله زموږ په ژبه کې رامنځ ته کېږي، ایجادېږي، ټینګېږي، زمینه ورته جوړېږي خو اعمارېږي نه.

* شعرستان او درې کمالونه یې

* د غني خان د نظمونو انګلیسي ژباړه چاپ شوه

* پښتو هم د ګووګل ژباړن ته ور زياته شوه

دا خبره مې پنځه شپږ کاله پخوا له ډېر فعال ژباړونکي او کره کتونکي ډاکتر لطیف بهاند څخه اورېدلې وه چې په یوه ژبه کې لوی کره کتونکي هغه وخت پیدا کېږي چې لوی لیکوال پکې پیدا شي.

زه د ده له خبرې الهام اخلم او وایم چې ښه اثار به هغه وخت ولیکو چې ښې ژباړې وکړو. د امریکا د شلمې پیړۍ لوی شاعر او کره کتونکي ازرا پاونډ ویلي دي چې د یوې ژبې د ژباړې طلایي عصر تقریبا همیشه د هغې ژبې د ادب طلایي عصر هم وي.

که د ژباړې نقد ولرو، که د خپلو ژباړونکو د کار مادي او معنوي قدرداني وکړو او دوی ته دا ووایو چې ښه ژباړه د ښې لیکنې غوندې د یوه ملت د فرهنګ په تاریخ کې اهمیت لرلی شي، نو د ژباړې له نهضت سره به مو مرسته کړې وي.

اړونده مطالب