زرګري ژبه؛ هغه سریال چې اروپا ته د افغانانو د تګ مخنیوی غواړي

د انځور حقوق Ashnae Honar
Image caption زرګري ژبه د داسې کورنۍ کیسه کوي، چې اروپا ته د تللو لپاره هرڅه پلوري.

اورپا ته د تګ لپاره په دې ورستیو دوو کلونو کې د ګڼو افغانانو ورماتیدو ته، د هراتي هنرمندانو پام هم ور اوښتی.

په دې ورستیو کې په هرات کې د زرګري ژبی په نامه د پنځوس برخو یو تلويزیوني سریال خپور شو چې اصلي موضوع یې کډوالي ده.

دا د یوې داسې کورنۍ کیسه ده چې خپله ټوله شتمني خرڅوي او د یوه ښه ژوند په تمه په ناقانونه توګه اروپا ته د تګ هڅه کوي.

* جګړه او ادب او هنر

* افغانستان کې د تیاتر په هنر څه تېرېږي؟

قاچاقبر د دوی پیسې اخلي خو د دې پر ځای چې ترکیې ته یې ورسوي د هرات په یوه کلي کې یې له سرپوښلي موټر کوزوي او دوی وروسته پوهېږي چې تېر باسل شوي دي.

د کیسې پایله دا ده چې دا کورنۍ له خپلې پریکړې پښیمانه کېږي او په خپل وطن کې د پاتې کیدو او خواږه ژوند بیا پيلولو لپاره تیارېږي.

د انځور حقوق Ashnae Honar
Image caption دا سریال ۵۰ برخې لري. ۱۱ مېرمنو او ۲۱ نارینوو کار پکې کړی دی.

په سریال کې یوه بله کیسه هم روانه ده. هغه د داسې یوې خزانې کیسه ده چې په هرات کې په یوه زړه ودانۍ کې پټه ده او ډير کسان یې د موندلو په هڅه کې دي. همدا خزانه د سریال اصلي پيغام رسوي. د سریال جوړونکی رشید عظیمي وایي:

" د دې سریال د جوړونکي په توګه زما اصلي پیغام دا و چې په افغانستان کې هم خزانې ډېرې دي. که تاسو له ځانه سره ښه ژور فکر وکړﺉ نو په دې به پوه شئ چې ستاسو لپاره همدلته په کور د ننه افغانستان کې هم ډېرې خزانی شته"

* هرات کې د کاشۍ یوازېنۍ ۸۰۰ کلنه کارخانه له کاره لوېږي

* سویس کې د افغان نجونو لومړنۍ ارکسټرا ننداره

ښاغلی عظیمي زیاتوي، چې خلکو د دې سریال ډېر هر کلی کړی.

" زه په جرات سره ویلی شم، په هغه ساعت کې چې دا سریال د خپریدو په حال کې و، د افغانستان هغو مهمو ټلویزیونونو چې په هرات کې هم د لیدو وړ دي، هراتي لیدونکي نه درلودل"

د انځور حقوق Ashnae Honar
Image caption د سریال لوبغاړې وايي، څوک چې پوهېږي درناوی یې کوي او که نه پوهېږي، ځوروي یې.

په دې سریال کې چې پنځوس برخې لري ۳۲ تنو رول لوبولی، چې ۱۱ ښځې دي. راحله رضایي چې په دې سریال کې یی رول درلود وایي، دا سوژه دومره مهمه وه چې دا دې ته تیاره شوې چې په فلمونو کې کار وکړي.

"هغه مېرمنې چې په دې سریال کې یې رول درلود که غواړي وګرځي باید ځان داسې په پړوني کې وپیچي چې څوک یې ونه پېژني. هغه کسان چې پوهېږي ډیر هرکلی یې کوي خو هغه کسان چې نه پوهېږي ډېر بد چلند ور سره کوي"

* لندن کې د فلمونو فسټيوال

* "بینګ بینګ" د باليوډ تر ټولو ګران بیه فلم

ټول هغه کسان چې په دې سریال کې یې رول درلود د خپل کار له پایلو خوشال دي خو د هرات د تیاتر پېژندل شوی کارکوونکی غلام یحیی سرخوش بیا په دې باور دی چې د کډوالۍ له ستونزې سره مبارزه ډېرو نورو پلانونو ته اړتیا لري.

"هغه مهال دا فلمونه او سریالونه ګټور تمامېږي او اغېزناک وي، چې په ټولنه کې دولت هم خپله دنده ترسره کړي او د کار او امنیت د ټینګښت زمینه برابره کړي. سینمایي فعالیت هم اغیزناک دی خو اصلي انګیزه بې روزګاري او د امنیت نشتوالی دی ".

د دې ټولو سره سره، داسې فکر کېږي چې د کډوالۍ د ستونزې په تړاو سینمایي فعالیت به د نورو هنرونو موضوع هم وګرځي.

د دې سریال کیسه علي اصغر یعقوبي لیکلې او د جوړولو چاره يې د رشید عظیمی پر غاړه وه. دوی په هرات کې په ګډه یو بل سریال هم تر دې مخکې تولید کړی و.

د انځور حقوق Ashnae Honar
Image caption په سریال کې نجونې ډېرې دي.

اړونده مطالب