جاني دپ 'هره میاشت دوه میلیون ډالر لګوي'

جاني دپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption جاني دپ د هالیووډ له ډېرو پیسې ګټونکو لوبغاړو ګڼل کېږي

د جاني دپ مالي مدیریانو ویلي، د هالیووډ ددغه لوبغاړي مالي ستونزې د هغه د میاشتني دوه میلیون لګښت له کبله دي.

جاني دپ په وروستیو کې له هغه شرکت نه د "ناسم مدیریت" شکایت کړی، چې ده یې مالي چارې پرغاړه لرلې.

د هالیووډ د دغه لوبغاړي مالي مدیران ګومان کوي چې ګني هغه په تېرو کلونو کې د ۱۴ کورونو په پېرلو ۷۵ میلیون ډالر لګولي دي.

د ښاغلي دپ لګښتي ژوند:

  • د ۱۵۰ اوږدې تفریحې بېړۍ پېرل: ۱۸ میلیون ډالر
  • د موسیقۍ د ثبت او وېشلو کمپاین: ۴ میلیون ډالر
  • د امریکايي لیکوال هانټر ټامپسن د بیا خښولو مراسم: ۳ میلیون ډالر
  • د ۴۰ کار کوونکو میاشتنۍ تنخاوې: ۳۰۰ زره دالر
  • د شخصي الوتکې ساتنه: میاشت کې ۲۰۰ زره ډالر
  • ۲۴ ساعته ساتونکي: د میاشتې ۱۵۰ زره ډالر
  • شراب پېرل: د میاشتې ۳۰ زره ډالر
  • د هالیووډ فلمونو د صحنو ثبتولو اړوندو وسایلو د ساتنې ۱۲ امبارونه
  • د ۲۰۰ هنري توکو پېرل او ساتنه: یو میلیون ډالر
  • د ۷۰ کمیابه ګیتارونو پېرل او ساتنه: یو میلیون ډالر
د انځور حقوق .
Image caption جاني دپ دوه کاله وړاندې د فرانسې سوېل کې خپل شخصي ملکیت خرڅلاو ته وړاندې کړ

تېره میاشت دپ له شرکته شکایت وکړ او ادعا یې دا وه چې دوی ۲۵ میلیون ډالر غواړي. نوموړي پخپله ادعا کې ویلي وو چې شرکت په مشخص وخت کې مالیې ورنه کړې، چې له کبله یې باید ۵٫۷ میلیون ډالر جریمه ورکړي.

د دپ او د هغه د مخکېنۍ مېرمنې امبر هرډ طلاق دوه اونۍ وړاندې نهايي شو او دپ هوکړه وکړه چې ۷ میلیون ډالر به امبر هرډ ته ورکوي.

د عکسونو البوم: د ګولډن ګلوب ۲۰۱۷ جایزې مراسم

هرډ وویل، دا پیسې به دوو خیره بنسټونو ته ورکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption جاني دپ او امبر هرډ
د انځور حقوق AFP
Image caption امبر هرډ ویلي و، جاني دپ د لفظي شخړې پرمهال په موبایل ویشتلې ده

اړونده مطالب

ورته مطالب