د هالیووډ فلمونو کې رول لوبول حماقت دی؟

سلمان خان د انځور حقوق Getty Images
Image caption سلمان معمولاً خپل فلمونه د اخترونو ورځو کې نندارې ته وړاندې کوي.

د هند فلمي نړۍ بالیووډ ماهرین فکر کوي، سلمان خان داسې دریځ ته رسېدلی، چې فلمونو کې د رول لپاره خپل شرطونه لري او دا چې د هغه فلمونو نندارې ته وړاندې کېدو نېټه هم د هغه په خوښه ټاکله کېږي.

سلمان معمولاً خپل فلمونه د اخترونو ورځو کې نندارې ته وړاندې کوي.

د تېر اختر پر مهال داسې ویل کېدل، چې ګواکې شاه رخ خان هم د اختر پر مهال خپل فلم ( رییس ) له همدې کبله نندارې ته وړاندې نه کړ او اوس فلم جوړونکي کرن جوهر ویلي خپل نوی فلم 'بدري ناتھ کې دلهنیا ' د هولي پر مناسبت نندارې ته وړاندې کوي.

له هغه پوښتنه وشوه، چې ولې یې فلم د اختر پر مهال نندارې ته وړاندې نه کړ، ځواب یې دا و، چې اخترونه د سلمان خان لپاره ځانګړي دي او نه غواړي له هغه سره ټکر کې راشي.

ښاغلی کرن وايي، یوازې هغه مهال به د اختر ورځو کې فلم نندارې ته وړاندې کړي، چې فلم کې یې سلمان خان رول ولوبوي، خو نوموړی باید له 'رییس ' او 'قابل ' نومي فلمونو زده کړه وکړي، چې دواړو ښه عاید درلود، یعنی که فلم د خلکو د خوښې وړ وي، پر عاید یې ډېر اغېز نه کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عامر خان ' دنګل' نومي فلم ریکارډ جوړونکی عاید تر لاسه کړی او لا هم دغه لړۍ روانه ده

که په هند کې اخترونه د سلمان خان فلمونو ته ځانګړي دي، نو کرسمس او دیوالي بیا د عامر خان لپاره دي.

د خان وروستی فلم ' دنګل' د کرسمس پر مهال نندارې ته وړاندې شوی و، خو اوس هم ښې پېسې تروړي او عاید یې له درې نیم میلیاردو روپیو اوښتی دی.

عامر غواړي روانه اونۍ د دنګل بریا له کبله میلمستیا وکړي، خو ماهرین فکر کوي دی باید یو څه انتظار وکړي، ځکه پاکستان کې د هندي فلمونو پر نندارې لګېدلی بندیز لېرې کړل شوی او د ریتک روشن 'قابل' نومي فلم هلته نندارې ته وړاندې شوی دی.

اوس د هند یو شمېر لوی فلمونه پاکستان کې نندارې ته وړاندې کېږي او دنګل به هم دغو فلمونو کې شامل وي، ځکه باید د دنګل ټیم کسان د نوټونو شمېر چاره روانه وساتي.

د انځور حقوق Empics
Image caption رنبیر کپور هغه فلم کې رول لوبوي، چې د سنجې دت پر ژوند جوړ شوی دی

د سنجې دت د ژوند کیسه

راج کومار هیراني د مشهور هندي فلمي ستوري سنجې دت د ژوند پر کيسه فلم جوړوي، دغه فلم کې د سنجې دت رول رنبیر کپور ته ورکړل شوی او ویل کېږي، هغه د دغه فلمي رول لپاره ۱۳ کیلو وزن هم زیات کړی دی.

رنبیر وايي، دا کوم پروپاګند فلم نه دی، بلکې د انسان د نیکیو، بدیو، احساساتو او تېروتنو کیسه ده. فلم کې د نوموړي کورني ژوند او هغو مېرمنو کیسه راځي، چې د هغه ژوند کې راغلې دغه مېرمنې ټینا منیم هم کېدای شي او مادهوري هم.

هسې دې پورې را یاد شو، رشي کپور د 'کھلم کھلا' په نامه خپل ژوند لیک کې کاږي، چې یو ځل سنجې دت ځکه د ده کور ته ورغلی و، چې غوښتل یې دی وډبوي او سبب یې دا و، چې وايي سنجې ګومان کاوه دی له ټینا مینم سره اړیکي لري، چې هغه مهال د سنجې ملګرې وه.

د رشي کور کې د هغه کوژدنه نیتوسینګ وه او هغې وايي بیا سنجې دت پوه کړ او هغه بېرته ستون شو، خو په هر صورت اوس رنبیر وايي د سنجې دت کیسه به د ځوانانو لپاره د زده کړې سبب شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کنګنا راناوت فلم 'رنگون' د روانې میاشتې پر ۲۴ نېټه نندارې ته وړاندې کېږي

سپینې خبرې

د بالیووډ فلمي ستورې کنګنا روات په اړه ویل کېږي، چې سپینه خبره کوي

دا مهال د هند فلمي صنعت دوې وتلې فلمي لوبغاړې پریانکا چوپړہ او دپییکا پاډوکون د هالیووډ فلمونو کې رول لوبوي، خو کنګنا فکر کوي، چې دا مهال هالیووډ فلمونو کې رول لوبول حماقت دی، ځکه وايي د ډیجیټل رسنیو له کبله د هغوی عاید په لږېدو دی، خو بالیووډ کې وايي دغه کاروبار وده کوي.

کنګنا دا هم وايي، غواړي نړیوال فلم کې رول ولوبوي، خو وايي 'دا باید داسې فلم وي، چې هند ته هم روزګار او پېسه راوړي. '

هغه وايي، د خپل هېواد پر ځای به د بل هېواد فلمي صنعت ته ځان وړاندې نه کړي، خو داسې ښکاري، چې کنګنا ته تر اوسه بهر کې کاري فرصت نه دی برابر شوی.

اړونده مطالب

ورته مطالب