فرانسه د بریدونو له وېرې له اېفل څلي ښیښه يي دېوال تاووي

د انځور حقوق AFP
Image caption د اوسپنیزې پنجرې یا جنګلې ځای به ښیښه يي دېوال ونیسي.

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې چارواکي وایي، له ترهګریزو بریدونو د اېفل برج د خوندیتوب لپاره له دغه څلي اته فوټه جګ ښیښه يي دېوال تاووي.

د پاریس ښاروالۍ دفتر وايي، دا ښیښه يي دېوال به د هغې اوسپنیزې پنجرې ځای ونیسي چې د ۲۰۱۶ کال د فوټبال اتلولیو پر مهال له دې برج تاو شوې وه.

که دا پلان منظور شي، نو تر ۲۰ میلیون یورو لګښت به پر راشي او کار به یې سږ کال پیل شي.

ویل کېږی چې د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې له ترهګریزو بریدونو راهیسې لا هم پاریس بېړنی وضعیت لري. په هغو بریدونو کې ۱۳۰ کسان وژل شوي وو.

* هندی فېسټيوال: د انسانانو څلی

* د تدمر لرغونی څلی په لندن کې

* لرغونی جام منار له ګواښ سره مخامخ دی

تېر کال د فرانسې سوېلي ښار نیس کې هم د ملي ورځې مراسمو کې یو ټرک پر خلکو وخېږول شو چې له امله یې ۸۶ کسان ووژل شول.

اېفل څلی د پاریس خورا پېژندلیو سیلګري ځایونو کې راځي او هر کال له اتو لکو ډېر سیلانیان لري.

د ګرځندوی یا سیلګرۍ مرستیال ښاروال یا فرانسوا مارټنز وايي، د ښیښې دا دېوال د دې لپاره جوړوي، چې له څلي سره د کوم کس یا موټر د ټکر او برید مخنیوی وکړي.

د هغه په خبره، په پاریس کې د ترهګریزو بریدونو اندېښنه شته، او په دې کې اېفل ټاور د هغو ځایونو په سر کې دی، ځکه یې ځانګړي امنیتي تدابیر پکار دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وايي، دا ښیښه يي دېوال به څلي ته نوې بڼه ور کړي.

هغه زیاه کړه، 'موږ د برج شمالي او سوېلي لوري ته لګول شوې پنجرې پر ښیښه يي دېوال بدلوو، چې لارونیو او دلته راتلونیو خلکو ته به د برج په زړه پورې منظره لري'.

د دې پلان له مخې به د څلي شاوخوا لارونیو ته به هم دا ځای په نوي انداز ښکاري.

د روانې میاشتې په لومړیو کې هم د پاریس له (لوو ژوبڼ) بهر یوه کس په دوو چاکوانو یا چاقو ګانو سره پر سرتېرو برید وکړ.

د فرانسې ولسمشر وویل، په دې کې ډېر شک نشته چې دا یو ترهګریز برید و.

اړونده مطالب