بفتا فلمي جایزې: څوک د څه لپاره نومول شوي؟

  • حميد قيومي
  • بي بي سي لندن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سږ ۷۰ ځل دی چې د بریتانیا فلم اکاډمۍ بفتا جایزې وېشل کېږي.

د عکس سرچینه، BAFTA

د عکس تشریح،

بفتا جایزې په لومړي ځل ۱۹۴۷ کال کې وویشل شوې او له هغه راهیسې هر کال ترسره کېږي.

د بریتانیا د فلم اکاډمۍ یا بفتا جایزو مراسم د یکشنبې په ورځ (د فبروري ۱۲) لندن کې ترسره کېږي. دغو جایزو لپاره د تېر کال غوره فلمونه، فلمي لوبغاړي او فلم جوړوونکي بېلا بېلو برخو کې جایزو لپاره نومول شوي.

تر ډېره باور داسې دی چې بفتا جایزو کې چې هر څوک بریالی شي، نو اوسکار جایزو کې یې هم د بري فرصت ډېر وي.

سږ د بفتا مراسمو ته د جایزو لپاره نومول شوي هنرمندانو تر څنګ د بریتانیا شهزاده ویلیم او شهزادګۍ کېټ هم وربلل شوي. د مراسمو د کوربه توب دنده به د سټیفن فرای پر غاړه وي.

د بفتا جایزو لنډه تاریخچه

سږ ۷۰ ځل دی چې د بریتانیا فلم اکاډمۍ بفتا جایزې وېشل کېږي.

د جایزو دا مراسم هر کال د بریتانیا فلم او تلویزیون اکاډمۍ له لورې جوړېږي.

بفتا جایزې په لومړي ځل ۱۹۴۷ کال کې وویشل شوې او له هغه راهیسې هر کال ترسره کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سږ ۷۰ ځل دی چې د بریتانیا فلم اکاډمۍ بفتا جایزې وېشل کېږي.

له اوسکار جایزو وروسته دا په فلمي نړۍ کې دویم تر ټولو معتبرې جایزې ګڼل کېږي. د بفتا جایزو مراسم هر کال د اوسکار جایزو له مراسمو دوه اوونۍ وړاندې ترسره کېږي.

تېر کال د هالیووډ غښتلي هنرمند لیونارډو دې کاپریو بفتا کې د غوره فلمي لوبغاړي جایزه وګټله، دوه اوونۍ وروسته په اوسکار جایزو کې هم دی د کال غوره فلمي لوبغاړی وټاکل شو.

هر کال بېلا بېلو برخو کې هغه فلمونه، فلمي لوبغاړي او فلم جوړوونکي چې بفتا جایزو کې ستایل کېږي، وروسته په اوسکار کې هم بریالي وي.

بفتا کې د هر هېواد فلمونه جایزو لپاره نومول کېدای شي. خو د کال غوره بریتانوي فلم لپاره یوازې هغه فلمونه نومول کېدای شي چې بریتانیا کې جوړ شوي وي او یا د بریتانوي پروډکشن کمپنۍ پرې پانګونه کړې وي.

همدا ډول د کال غوره بریتانوي فلم جوړوونکي جایزې لپاره هم یوازې هغه کسان نومول کېدای شي چې بریتانویان وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ارایول د غوره فلمونو د جايزې لپاره نومول شوی دی

سږنیو جایزو لپاره نومول شوي کسان او فلمونه

د موسیقۍ ژانر فلم لالا لنډ له هغه وروسته چې د سينما په پردو راښکار شوی د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې یې مینه وال موندلي او خورا ډېر ستایل شوی.

د موسیقۍ ژانر فلمونه په ۶۰مو او ۷۰مو کلونو کې ډېر مشهور وو او ډېر کله یې کیسه د تېر په اړه وي.همدا لامل دی چې ډیری کسان د موسیقۍ ژانر پخوانی ژانر ګڼي.

د لالا لنډ کیسه بیا برعکس د نن په اړه ده او دې فلم د موسیقۍ ژانر په تړاو د ډېرو نظر بدل کړ. لالا لنډ ۱۲ برخو کې بفتا جایزو لپاره نومول شوی او د ډېرو په ګومان ښايي لږ تر لږه ۸ جایزې وګټي.

د تېر کال په نورو غوره فلمونو کې د کورني ناروین په تړاو جوړ شوی فلم مانچېسټر بای د سي ډېر ستایل شوی.

د عکس سرچینه، LALA LAND

د عکس تشریح،

لالا لنډ ۱۲ برخو کې بفتا جایزو لپاره نومول شوی او د ډېرو په ګومان ښايي لږ تر لږه ۸ جایزې وګټي.

د بېن افلېک ورور کیسي افلېک پر همدې فلم د غوره فلمي لوبغاړي ګولډن ګلوب جایزه وګټله. دی په دې برخه کې بفتا او اوسکار ته هم نومول شوی. ساینس فکشن (ساینس سره تړلې خیالي کیسه) فلم ارایول او کورنۍ پسې د یوه ورک شوي هلک لټون په تړاو جوړ شوی فلم لاین هم د غوره فلم جایزې لپاره نومول شوي.

د جایزو نوملړ په لاندې ډول دی.

غوره فلم

لالا لنډ

هېډن فېګرز

مانچېسټر بای د سي

ارایول

ای ډانیل بلک

مون لایټ

غوره فلمي لوبغاړی

کیسي افلېک (مانچېسټر بای دا سي)

انډریو ګارفیلډ (هکسا رېج)

رایان ګاسلېنګ (لالا لنډ)

جک ګېلنهال (ناکټرنل انيمل)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

اېمېلي بلنټ د (ګرل ان دا ټرېن) فلم کې د غوره فلمي لوبغاړې لپاره نومول شوې ده

غوره فلمي لوبغاړې

اېما سټون (لالا لنډ)

امي اډمز (ارایول)

اېمېلي بلنټ (ګرل ان دا ټرېن)

نتالي پورټمن (جېکي)

مېرېل سټريپ

غوره فلم جوړوونکی (ډایرېکټر)

ډامیان شزېل (لالا لنډ)

ډنېس وېلېنوف (ارایول)

کېنېت لانرګن (مانچېسټر بای دا سي)

کېن لوچ ( ای ډانیل بلک)

ټام فورډ (ناکټرنل انيمل)

د عکس سرچینه، Getty Images/AP

د عکس تشریح،

برېټس نومي هرېس او ډېو پټېل دواړه نومول شوي

غوره موسیقي

لالا لنډ

ارایول

جکي

لاین

غوره کیسه (سکرین پلی)

لالا لنډ

مانچېسټر بای دا سي

جکي

هېډن فېګرز

مون لایټ

ارایول

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح،

اېما سټون او رایان ګاسلېنګ د لالا لنډ لوبغاړي

غوره جامې (کاسټیوم)

الایډ

جکي

فنټاسټېک بیسټس

لالا لنډ