هغه مدهوبالا چې نیمايي ښکلا یې پټه پاتې شوه

د انځور حقوق MADHUR BHUSHAN
Image caption د ژوند یواځې ۳۶ کلن مزل خو له لوی داستان سره چې څوک یې له لوستلو نه ستړېږي.

یوازې ځینې ښکلي مخونه په سترګو او په زړه کې ځای نیسي او هغو کې یوه مدهوبالا ده، چې اوس هم د هغې د مینوالو په سترګو کې اوسېږي.

د ژوند یواځې ۳۶ کاله مزل یې یو لوی داستان لري چې هیڅ وخت یې هم له اورېدلو څوک نه ستړېږي.

د مدهوبالا اصلي نوم ممتاز و. د فرورۍ پر ۱۴ ډېلي کې زېږېدلې وه. هغه د سپینې پردې یا سېلور سکرین پر زهرا یا 'وینس' هم پېژندل کېږي.

* ۲۰۱۶ کال کې د بالیووډ جنجالونه

* بالیووډ د رواني روغتیا موضوع ننګولې

د مدهوبالا په تړاو اوس هم یو څه لیکل کېږي او لوستل کېږي او له هغه زیاته هم هغه لیدل کېږي.

د فېلم فییر مجلې پخوانی مدیر بي کې کرنجیا په یوه لیکنه کې ویلي، "چې مدهو بالا په خپل قرارداد کې دا لیکل هم پیل کړي و، چې له هغې سره په فېلم کې د اتل رول څوک لري. د اتل ټاکلو پرېکړه هغې په خپل واک کې اخیستې وه".

اوس ډېر فېلمي ستوري له ځان سره ساتونکي لري، باليووډ کې د دې کار پیل هم مدهو بالا کړی و.

د انځور حقوق MADHUR BHUSHAN
Image caption اوس د بالیووډ ډېري ستوري ساتونکي لري، خو د دې کار پیل هم مدهو بالا کړی دی.

مدهوبالا ته منسوبې نږدې ټولې کیسې حقیقت بلل کېږي. د بي کې کرنجیا په خبره، "کله چې اول ځل له مدهوبالا سره مخ شوم، نو احساس مې وکړ چې پر فېلمي پرده د مدهوبالا نیمايي ښکلا وړاندې کیږې، په حقیقت کې هغه له دې ډېره ښکلې وه".

د باليووډ ځینې هنرمنې اوس هالیووډ کې هم کار کوي او پیسې ګټي، خو کلونه مخکې د هاليووډ نامي صنعتکار فرینک کوپر له مدهوبالا غوښتي و، چې کار ور سره وکړي.

د هندۍ سېنما تاریخ کې مدهوبالا یواځې یو نوم نه ده، بلکې هغي ته د بې غیبه ښکلا د لرلو له امله "د هندۍ سېنما زهرا" ویل کېږي.

* عامر خان د فېلم پلورلو هنر لري

* شاه رخ خان د امیتابچن کومې سپارښتنې مني؟

د مدهوبالا لومړنی فېلم 'بسنت' پر ۱۹۴۲ کال خپور شو و. د هغه مهال مشهوره هنرمنه دیویکا راني په دې فېلم کې د مدهوبالا له رول ډېره اغېزمنه شوې وه، ځکه یې د دې نوم (ممتاز) پر مدهوبالا بدل کړ.

د حیدر اباد اوسېدونکې خدیجه اکبر پر مدهوبالا کتاب لیکلی، چې نوم یې دی "ای وانټ ټو لیو".

د هغې په خبره، مدهو بالا له شهرت سره سره داسې هنرمنه وه چې وخت ته ډېره ژمنه وه او تل به په خپل وخت سټوډیو ته رسېدله.

د انځور حقوق MADHUR BHUSHAN
Image caption کلونه وړاندې هالیووډ له مدهو بالا غوښتي و، چې کار ور سره وکړي.

اړونده مطالب