انجلینا جولي: کمبودیا ويښه کړم

ر
د عکس تشریح،

جولي له خپل مشر زوی سره چې له کمبودیا یې په زوی ویلۍ نیولی دی.

انجلینا جولي په کامبودیا کې د خپل نوي فېلم له پرانیستې مخکې په ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته ویلي، چې دغه هېواد څنګه ویښه کړه.

د مېرمن جولي نوی فېلم( هغوی مې اول پلار وواژه) نومېږي او په کمبودیا کې د یوه ماشوم له خولې د سرو خمریانو د توکموژنې ریښتونې کیسه کوي.

مېرمن جولي له لونګ اونګ سره په ګډه د فېلم سناریو لیکلې او برابره کړې، د دې فېلم ډایریکټره هم ده. هغه هیلمنه ده چې د کمبودیا خلک له دې فېلم وروسته له هغو غمیزو خبرې وکړي چې د دې توکموژنې پر مهال ور سره مخ شوي دي.

له کمبودیا سره د مېرمن جولي اشنايي ۲۰۰۱ کال ته ور ګرځي، او دا هغه مهال و چې د خورا ډېر پلور شوي فېلم "لارا کرافټ: د هدیرې یرغلګر" کې د رول لوبولو لپاره کمبودیا ته لاړه. همدا اشنايي وه چې خپل مشر زوی مدوکس یې هم له کمبودیا په زویولۍ نیولی دی.

مېرمن جولي د بي بي سي خبریالې یلدا حکیم ته وویل "زه دغه هېواد ته راغلم، پر خلکو یې مینه شوم، له تاریخ سره یې بلده شوم، په دې ډول پوهه شوم چې څومره لږ له نړۍ خبره یم".

"دغه هېواد زه ویښه کړم، زه تل له کمبودیا مننه کوم. فکر نه کوم هیڅکله هم د هغه څه بدله ور کړم، چې کمبوډیا ماته را کړل".

څه چې د کمبوډیا له خلکو سره شوي، سم نه دې پېژندل شوي

د عکس تشریح،

جولي له خپل خاوند او پشپږو زامنو سره د فېلم نړیواله پرانیسته کې.

د انجلینا جولي فېلم (هغوی مې اول پلار ووژاه) له هغه کتاب جوړ شوی، چې په دې نوم چاپ شوی او لونګ اونګ لیکلی دی.

لونګ اونګ پنځه کلن و، چې سرو خمریانو یې هغه او کورنۍ د کمبوډیا پلازمېنه پنوم پنه کې له خپل کور ووېستل.

د پل پټ په مشرۍ سره خمریان د ۱۹۷۵ تر ۱۹۷۹ کلونو پر کمبودیا واکمن و.

اټکل کېږي چې سرو خمریانو پر دغه مهال دوه میلیونه کسان یا د کمبودیا څلورمه برخه وکړي ووژل شول او یا هم له لوږې او بېګارۍ مړه شول.

مېرمن جولي چې د ملګرو ملتونو استازې هم ده وايي، "فکر مې وکړ چې دا جګړه څلوېښت کاله مخکې پېښه شوه ده، خو هغه څه چې د کمبودیا له خلکو سره شوي، سم نه دي روښانه شوي".

دا فېلم پر ځايي خمري ژبه دی او مېرمن جولي هېلمنه ده چې د کمبودا ډېر خلک به هغه پېښې ډېرې درک کړي او دا فېلم به په دغه هېواد کې اغېز ولري.

"هیلمنه یم، دا هېواد ډېرې خبرې وکړي، ډېرو پاتې کسانو دا پېښې خپلو بچیانو ته نه دي ویلې".

د عکس تشریح،

جولي او د کبودیا مور ملکه.