تېره اوونۍ د انځورونو په ژبه

تېره اوونۍ کې د نړۍ بېلابېلو سیمو کې د اخیستلو شویو ښکلیو عکسونو یوه ټولګه.

تېره اونۍ د نیوزیلنډ سمندرغاړو کې تر ۲۰۰ ډېر نهنګان وچه کې ایسار پاتې ول چې د خیریه کارکوونکو په مرسته بېرته اوبو کې لاهو شول.

د عکس سرچینه، MARTY MELVILLE/afp

د عکس تشریح،

تېره اونۍ د نیوزیلنډ سمندرغاړو کې تر ۲۰۰ ډېر نهنګان وچه کې ایسار پاتې ول چې د خیریه کارکوونکو په مرسته بېرته اوبو کې لاهو شول.

د عکس سرچینه، Kevork Djansezian/Getty images

د عکس تشریح،

وتلې سندرغاړې بیونسې سره له دې چې میندواره ده د ګرامي اوارد مراسمو کې سندرې وویلې.

د عکس سرچینه، Danny Lawson/PA

د عکس تشریح،

د انګلستان یارکشېر کې ګڼ خلک د پخواني اورګادي لیدو ته په شوق منتظر ول.

د عکس سرچینه، ASIT KUMAR

د عکس تشریح،

اولېو رډلي ډوله کشب د هند د روشيکولیا پر سمندرغاړو هګۍ اچولي.

د عکس سرچینه، LILLIAN SUWANRUMPHA/afp

د عکس تشریح،

ټایلنډ کې بودايي راهبان

د عکس سرچینه، Sean Gallup/getty images

د عکس تشریح،

برلین کې د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مېرکل له تونیزیايي ډیپلوماتانو سره سلفي عکس واخیست.

د عکس سرچینه، Awakening/Getty Images

د عکس تشریح،

ایټالیا کې د وینوس جشن پرانستنه کې لوبغاړو په کښتیو کې نندارې وړاندې کړې.

د ټولو عکسونو د چاپ حق خوندی دی.