یونسکو: د عراق فرهنګي میراثونو ته د داعش زیان له تصوره پورته دی

د عکس سرچینه، AFP
داعش د نمرود ښار تاریخي اثار ړنګ کړل
د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان یا یونسکو ویلي؛ کوم زیان چې د اسلام دولت یا داعش نومې ډلې د عراق فرهنګي میراثونو ته اړولی له هغه څه ډېر دی چې تصور یې کېږي.
د یونسکو رییسې اېرېنا بوکووا ویلي؛ دا سازمان غواړي له نورو زیانونو ددغو ځایونو د ساتنې لپاره د هغوی شاوخوا بنده کړي.
عراقي چارواکو ویلي؛ په هغو سمڅو کې چې د موصل په ځینو برخو کې کېندل شوي او په تېرو اونیو کې د داعش له کنټرول نه بهر شوي، ځینې لرغونې توکي یې موندلي دي. داعش اورپکو دغه اثار لوټ کړي وو.
د عراق دولت اټکل کړی چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د نمرود لرغوني ښار ۸۰ سلنه د داعش لخوا ړنګ شوی دی.
د نمرود تاریخي ښار چې له هغې د اشوري تمدن د غمي په توګه یادونه کېږي، تر میلاد ۱۳ کاله پېړۍ وړاندې د موصل سوېل ختیځ په ۳۰ کیلومترۍ کې د دجلې سیند په غاړه جوړ شوی.
یونسکو وړاندې ددغه ښار ړنګول جنګي جنایت بللی و.
عراقي چارواکو ویلي و چې داعش اورپکو له بلدوزرونو په ګټه اخیستو ددې ښار ۳۰۰۰ کلن دېوالونه او مجسمې ړنګې کړې دي.
داعش دا تاریخي اثار د بت پرستۍ مصداق دی او باید دا ډول اثار لمنځه یوړل شي.
د عکس سرچینه، AFP
داعش د لرغوني نمرود ښار د ویجاړولو وېډیو خپره کړه
د عکس سرچینه، AFP
د نمرود لرغونی ښار