افغانستان کې د کتاب پلورلو بازار غوړېدلی دی
افغانستان کې د کتاب پلورلو بازار غوړېدلی دی
افغانستان ته هر کال د ۱۲ میلیونو ډالرو په ارزښت کتابونه له بهرنیو هېوادونو ورځي خو له افغانستانه بیا بهر ته یوازې د ګوتو په شمېر کتابونه صادرېږي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي اوس هڅه کوي چې په کور دننه د کتابونو چاپ ته ځانګړی پام وکړي.
افغان دولت د څو لسیزو پخوا پرتله اوس کتابونه لږ چاپوي خو خصوصي سېکتور ته یې پوره ازادي ورکړې ده چې هر ډول اثر بې له کوم سانسوره خپور کړي.