د بټمن رول کې لومړنی لوبغاړی ادم وسټ ومړ

ادم وسټ (بټمن) او برټ وارډ (رابین) د تلویزیوني ټولګې دوه اصلي لوبغاړي وو

د عکس سرچینه، Fox/Greenway/Ko/REX/Shutterstock

د عکس تشریح،

ادم وسټ (بټمن) او برټ وارډ (رابین) د تلویزیوني ټولګې دوه اصلي لوبغاړي وو

د ۶۰ لسیزې په اوږدو کې د مشهورې ډرامې بټمن لوبغاړی ادم وسټ په ۸۸ کلنۍ له دې نړې سترګې پټې کړې. هغه د هالیووډ په نورو محصولاتو کې د رول لوبولو او کار کولو په پار له یولړ ستونزو سره مخامخ شو.

د وسټ د کورنۍ ویاند وايي، د سینما دغه ستوری د سرطان ناروغۍ له کبله له هغې شوخۍ لوېدلی و، لکه څرنګه چې فلمونو کې ښکارېده.

نوموړی د امریکا لاس انجلس ښار کې ومړ.

هغه لومړی ځل په ۱۹۶۶ کال له غوږ لرونکي نقاب سره د بټمن رول ولوباوه، چې بیا وروسته دا کارتوني لړۍ د (فامیلي ګای) ټولګې رامنځ ته کېدو لامل وګرځېده.

د نوموړي د کورنۍ غړو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "زموږ پلار به تل په ځیرکتیا چارې مخته وړلې او هڅه یې دا وه چې له دې لارې پر خپلو مینه والو اغېز وکړي. هغه به تل زموږ لپاره یو اتل وي."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ادم وسټ د خپل هندري عمر تر پایه د بټمن په نوم پېژندل کېده

د بټمن او رابین تلوېزیوني ټولګه ډېر ژر د سینما نړۍ کې د بریا تر لوړو پوړیو ورسېده، چې لاهم له نیمې پېړۍ تېرېدا وروسته د دې لړۍ نور هنرمندان په نوې بڼه دا هنر مخته وړي.

ښاغلي وسټ په ۲۰۱۰ کال یوه مرکه کې د خپل هنر د بریا لامل پر ځینو وتلو لیکوالانو پورې غوټه کړ چې دده لپاره یې لیکنې کولې.

جولي نیومار چې په بټمن کې د یوې ګیدړې ښځې په رول کې لوبېدلې ده، وايي وسټ باهوښه او شوخ طبعه سړی و او له هغه سره هنري چارې بېل خوند لري.

ادم وسټ په اصل کې د بټمن رول لوبوونکی و، خو د مایکل کیتون، جورج کلوني او په وروستۍ ګڼه (۲۰۱۶) کې بن افلک په څېر د بټمن رول کې وروسته ګڼ کسان ولوبېدل.

د بټمن رول کې لوبغاړي

  • ادم وسټ: تلوېزیوني لړۍ (۱۹۶۶-۶۸)؛ بټمن:دې مووي (۱۹۶۶)
  • مایکل کیتون: بټمن (۱۹۸۹) او بټمن راستنېږي (۱۹۹۲)
  • وال کیلمر:بټمن د تل لپاره (۱۹۹۵)
  • جورج کلوني: بټمن او روبین (۱۹۹۷)
  • کریسټین بالي: بټمن یې پیلوي(۲۰۰۵)؛ تیاره زړور (۲۰۰۸)؛ تیاره زړور راڅرګندېږي(۲۰۱۲)
  • بن افلک: بټمن د سوپرمن مقابل کې (۲۰۱۶)؛ جسټیس لیګ (۲۰۱۷)

ښاغلی وسټ په (فایملي ګای) کارتوني ټولګه کې هم د کوهاګ د ښاروال په رول کې ډېر مینه وال لرل.

هغه په ۱۹۲۸ کال د امریکا واشنګټن کې زیږېدلی او په ۱۹۵۰ کال یې هاوايي کې سینمايي چارې پیل کړې.