د 'ګوښی په کور' فیلم لوبغاړی ومړ

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

جان هیرډ په ۱۹۷۰ کال کې فیلمونو کې کار پیل کړی و

د هالیووډ سینما او ټلوېزیوني پروګرامونو لوبغاړی، جان هیرډ د ۷۱ کلونو په عمر ومړ.

نوموړی تر ډېره د ګوښی په کور (Home Alone) فیلم تر رول لوبولو وروسته ډېر مینه وال وموندل.

د امریکايي رسنیو د خپرو کړو رپوټونو له مخې، نوموړي د سنفرانسیسکو د پل التو ښار په یوه هوټل کې سا ور کړې ده.

تر اوسه پورې د نوموړې د مړینې لامل روښانه شوی نه دی، خو پولیس وايي، مړینه یې شکمنه ده.

د راپورونو له مخې ښاغلی هیرډ د ملا د تير د عملیاتو له امله له یوې مودې په هوټل کې دېره شوی و.

که څه هم جان هیرډ فیلمي نړۍ ته په ۱۹۷۰ کال راغلی و، خو کله یې چې په ۱۹۹۰ کال د ګوښی په کور فیلم کې د پلار رول ولوباوه، پر ټوله نړۍ یې مینه وال وموندل.

پر دې ټولو سربېره نوموړی تر ټولو ډېر په ټلوېزیوني سریال (سوپرانو) کې د فاسد پولیس په رول لوبولو وځلېد چې له امله یې نوموړی یوې جایزې ته هم نوماند شو.