د چنګېزخان قبر چېرته دی؟

کھینتنی کی چوٹی

د عکس سرچینه، SAMUEL BERGSTROM

د عکس تشریح،

د مغولستان منلې کیسې وايي، چنګېزخان په کینتي غرونو کې پر برخان خالدون څوکه کې خاورو ته سپارل شوی دی.

چنګېزخان د تاریخ پاڼو کې داسې لیکلی نوم دی، چې ښايي یو نیم کس ور سره اشنا نه وي. د هغه د ظلم او مېړانې کیسې په نړۍ کې مشهورې دي.

د هغه ځواکونه چې پر کومه سیمه تېر شوي، د ورانۍ کیسې یې هم پرېښودلې دي.

وايي، مغول واکمن و، خو د تورې په زور یې د اسیا پر لویه برخه ولکه وکړه، په تاریخ کې بل چا تراوسه په دومره لویه سیمه ولکه نه ده کړې.

نړۍ کې چې څومره لوی واکمنان، پاچاهان او ټولواکان دي، له مړینې وروسته یې هم قبرونه د نښې په څېر پاتې وي.

دا مزارونه ښايي د دې لپاره جوړېږي چې تل یاد شي. خو هیښوونکې دا ده چې چنګېزخان د ځان په هکله عجیب وصیت کړی و- هغه نه غوښتل چې له مړینې وروسته یې کومه نښه پاتې شي.

ځکه هغه خپلو ملګرو ته امر وکړ، چې نامعلوم ځای کې یې ښخ کړي. د وصیت له مخې همداسې وشول.

پوځیانو د هغه له ښخولو وروسته د هغه پر قبر نږدې زر اسان وځغلول او له ځمکې سره یې داسې برابر کړ، چې هیڅ نښه یې پاتې نه شوه.

اته پېړۍ وروسته د قبر موندلو هڅه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د مغولستان یا منګولیا د اوسېدونکي چنګېزخان له مرګ نږدې اته پېړۍ تېريږي، د نوموړي د قبر موندلو څو هڅې وشوې، خو پته یې ونه لګېده.

د مغولستان یا منګولیا د اوسېدونکي چنګېزخان له مرګ نږدې اته پېړۍ تېريږي، د نوموړي د قبر موندلو څو هڅې وشوې، خو پته یې ونه لګېده.

نېشنل جیوګرافیک د سپوږمکۍ په مټ د هغه د ګور موندلو هڅه وکړه، چې نوم یې "ویلي اف خان پراجیکټ" و.

هیښوونکې دا ده چې د چنګېزخان د قبر موندلو هڅو سره بهرنیان لېوالتیا لري، خو مغول د چنګېزخان د قبر موندلو سره لېوال نه دي، لویه وجه یې هم د دوی وېره ده.

ویل کېږي که د چنګېز خان قبر وموندل شي، نړۍ به یې وران کړي. خلکو د دې ورانۍ بېلګې هم لیدلې دي، ځکه د دوی زړونو کې هم دا وېره زیاتېږي.

ویل کېږی پر ۱۹۴۱ شوروي اتحاد د ۱۴ پېړۍ د تورک مغول واکمن ګوډ تیمور د قبر اېستل غوښتل، خو نازي جرمنانو دوی شاتګ ته اړ وېستل.

دا ډول روسیه هم دویمه نړیواله جګړه کې ښکېله وه، هغوی هم نه غوښتل چې د چنګېز خان مزار وموندل شي.

ځینې خلک د چنګېزخان د قبر موندلو سره د مغولو نه لېوالتیا دغه مشر ته د دوی درناوی بولي.

د دوی په خبره، چنګېزخان نه غوښتل چې یاد یې پاتې شي، ځکه دا خلک اوس هم د هغه دې هیلې ته درناوی لري.

په مغولو کې چنګېز ته درناوی

د عکس سرچینه، SAMUEL BERGSTROM

د عکس تشریح،

د چنګېزخان مجسمه

د منګولیا یا مغولستان خلک ډېر پخواني دودونه پالي، هغوی خپل مشران له مړینې وروسته هم داسې په درناوي یادوي لکه په ژوند یې چې یادول.

اوس هم چې کوم خلک ځانونه د چنګېزخان له توکم بولي، په کورونو کې د هغه انځورونه لګوي.

کوم خلک چې د چنګېزخان د قبر موندلو هیله لري، دوی ته دا کار اسان هم نه دی، د چنګېز انځور یا پخوانيو سیکو باندې موندل کېږي یا هم د یو ډول شراب پر بوتلونو، نور داسې څه نشته چې د هغه په برخه کې مرسته وکړي.

د پراخوالي له مخې مغولستان دومره لوی دی چې د برتانیا په څېر اووه هېوادونه پکې جوړېږي.

په دومره لوی هېواد کې یو نامعلوم ګور موندل په سمندر کې د یوه ځانګړي کب موندلو ته ورته دي.

مغولستان وروسته پاتې هېواد دی، ان په څو سیمو کې یې پاخه سړکونه نشته، وګړي یې هم کم دي.

د پاچایانو د قبرونو ډول

د عکس سرچینه، SAMUEL BERGSTROM

۹۰ کلونو کې جاپان او منګولیا په ګډه د چنګېزخان د قبر موندلو لپاره ګډه پروژه پیل کړه، چې نوم یې "ګراون ګول" و.

د دې پروژې له مخې کهینتي ښار کې- چې د جنګېز خان د زوړکړې ځای بلل کېږي- څېړنې پیل شوې.

خو هغه مهال مغولستان کې ولسواک بدلون راغی چې له امله یې کمونېست حکومت وپرځېد او ولسواکي پیل شو او دغه حکومت ګراون ګول پروژه وځنډوله.

د مغولستان د الانبټور پوهنتون کې ډاکټر دیماجاو ایردینبټار له ۲۰۰۱ کال راهیسې جنګېره پاچایانو ګورونه کني، د هغوی په هکله د معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کوي.

ویل کېږي جنګېره پاچایان د مغولو نیکونه وو. خپله چنګېز هم د دې خبرې یادونه کړې ده.

د دې پاچایانو د ګورونو له موندلو د دې معلوماتو د تر لاسه کولو هڅه کېږي چې د چنګېز مزار به هم د دوی د قبرونو په څېر وي.

د جنګېره پاچایانو قبرونه په ځمکه کې نږدې ۲۰ متره ژور د یوې لویې کوټې په څېر دي، چې ډېر ګرانبیه توکي هم پکې دي.

په دې کې چینايي رېړه، ګاڼې او له روم ترلاسه شوي د څو ښیښو ډېر شیان شامل دي.

فکر کېږی چې د چنګېزخان مزار به هم له داسې شیانو ډک وي، چې هغه به خپله واکمنۍ کې ټول کړي وي.

خو ډاکټر ایردینبټور وايي، ښايي د چنګېز خان قبر هم څو ځایه تلاشي شوی وي.

د مغولو کیسې څه وايي؟

د عکس سرچینه، SAMUEL BERGSTROM

د مغولستان منلې کیسې وايي، چنګېزخان په کینتي غرونو کې پر برخان خالدون څوکه کې خاورو ته سپارل شوی دی.

ځايي کیسې وايي، له دوښمنانو د ځان ساتلو لپاره چنګېزخان په دغو غرونو کې پټ شوی و او له مړه کېدلو وروسته هلته ښخ کړل شو، خو ډېر کارپوهان دا خبرې نه مني.

الانبټور پوهنتون کې د تاریخ استاد سوډنیم سولمان وايي، مغول دغو غرونو ته د سپېڅلو غرونو په سترګه ګوري.

خو د دې دا مطلب نه دی چې چنګېزخان دلته خاورو ته سپارل شوی دی. دغو غرونو ته له شاهي کورنۍ پرته نورو کسانو ته د تګ اجازه نشته.

د مغولستان حکومت دا سیمه خوندي ساتي. یونیسکو هم دې سیمې ته د نړیوال میراث نوم ور کړی دی. خو یوې څېړنې هم تراوسه دا زباده نه کړه چې رښتیا هم د چنګېزخان مزار چرته دی.

د مغولو متمدنولو کې د چنګېز رول

د عکس سرچینه، SAMUEL BERGSTROM

چنګېزخان د یو وخت اتل او ظالم واکمن و، چې د تورې په زور یې د ټولې نړۍ سوبه غوښته.

د مغولو لپاره نوموړی لوی اتل دی، ځکه ده یې هېواد له ختیزو او لوېدیځو هېوادونو سره ونښلاوه، د ورېښمو لار پراخولو چانس یې برابر کړ، خلکو ته یې د مذهبي ازادۍ احساس ور کړ.

د وموړي واکمنۍ کې مغولو کې لوټ(نوټ) یا کاغذي کرنسۍ دود شوه او پوستي خدمتونه یې هم پیل کړل. چنګېزخان د مغولستان د متمدنې ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړه.

د مغولستان خلک د چنګېزخان نوم په ډېر درناوي او ویاړ سره اخلي. دوی وايي، که چنګېزخان غوښتلی چې له مرګ وروسته یې هم خلک یاد کړي، نو وصیت به یې نه کاوه، او یو نه یو څه به یې د نښې په ډول پرېښودل.

همدا وجه ده چې د مغولستان خلک نه غواړي چې د هغه قبر وموندل شي.