د 'صفر' لومړنۍ بېلګې موندل شوې دي

بکشالي د انځور حقوق BODLEIAN LIBRARIES
Image caption له ښي لوره کیڼ ته لوستل کېدونکې لیکنه کې اووم توری کوچنی صفر لیدل کېږي.

د یوې لرغونې لیکنې له نوې څېړنې معلومه شوې، چې د 'صفر ' عدد لومړنۍ بېلګې لري.

ماهرین وايي دوی اوس داسې فکر کوي، چې د هند دغه 'بکشالي ' لیکنه درېیمه یا څلورمه پېړۍ کې لیکل شوې ده، چې لرغونتیا له هغه څو پېړۍ ډېره ده، چې مخکې یې په اړه فکر کېده.

مخکې ماهرین په دې باور و، چې د هند ګوالیار یوه معبد کې کښل شوی 'صفر ' لومړنۍ بېلګه ده، خو له نوې موندنې سره چې اکسفورډ کې له دغې خوندي لیکنې شوې، ښکاري چې په دغه لیکنه کې کښل شوي صفرونه لومړنۍ بېلګې دي.

د ۶ میلیون ډالرو په ارښت غلا شوې تابلو مراکش کې موندل شوې

ایران: نا معلومو کسانو تاریخي هدېرې ته اور ورته کړی

د لوګر عینک کان تاریخي آثار د کابل ملي موزیم ته ولېږدول شول

د بودلیین کتابتون ریچارډ اویندین په خبره دغه موندنه د شمېرو او ریاضي په تاریخ کې خورا مهم پرمختګ دی. په دغه لیکنه کې د صفر پرمختللې بڼه لیکلې لیدل کېږي، چې په لرغوني هند کې د یوه ټکي په توګه لیکل کیده.

د مایا او بابل کلتورونو پر مهال هم د صفر لیکلو لپاره ټکی لیکل کېده، خو د بکشالي لیکدود ټکی له یو څه بدلون سره چې منځ یې تش وي، په ګڼو معاصرو لیکدودونو کې لیکل کېږي. د بودلیان کتابتون مسوولینو په وینا د یوه ځانګړي عدد په توګه صفر کاریدل هم په لرغوني هند کې دود شوي دي.

د انځور حقوق BODLEIAN LIBRARIES
Image caption د اکسفورډ پوهنتون پروفیسر مارکوس دوسایوتوی په وینا د 'صفر رامنځته کېدل په ریاضي کې 'خورا لوی پرمختګ' و.

د ماهرینو په خبره دغه لیکنې د ونو پټ پر اویا برخو لیکل شوی دی او درې جلا دورې رانغاړي. دغه لیکنې ۱۸۸۱ کال کې په بکشالي نومي کلي کې یوه بزګر موندلی وې، چې اوس دغه کلی د پاکستان برخه دی.

وروسته دغه لیکنه یوه هند پېژندونکي روډولف هویرنل تر لاسه کړ او ۱۹۰۲ کال کې یې د بودلین کتابتون ته وسپاره. د اکسفورډ پوهنتون پروفیسر مارکوس دوسایوتوی په وینا د 'صفر ' رامنځته کېدل په ریاضي کې 'خورا لوی پرمختګ ' و.