کنګنا رناوت: زه له سړیو کرکه نه لرم

  • نصرت جهان
  • بي بي سي اردو لندن
کنگنا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کنګنا وايي، که خلکو ته ځواب ور کوي هم پرېشانه وي او که یې نه ور کوي هم پرېشانه وي.

د بالیووډ وتلې ستورې کنګنا راناوت فېلم "سمرن" په دې اونۍ کې خپرېږي.

د دې فېلم د مشهورولو بهیر کې کنګنا داسې ګلان وکرل چې پته یې خواله رسنیو کې د خلکو له څرګندونو لګولی شئ.

له فېلم ډېر د کنګنا او د هغي د پخوانیو ملګرو په هکله معلومات خلکو ته ورسيدل.

کنګنا هر جنجالي سوال ته بې پروا ځواب ور کړ.

دا چې دې ټولو خبرو د فېلم پر مشهورتیا ښه که بد اغېز کړی دا به ژر پته ولګېږي، خو کنګنا چې څه ویلي هغه به د ډېر وخت لپاره د خلکو غوږونو کې پاتې وي.

یوه مرکه کې هغه وايي، خلک ولې وايي، چې دا له سړیو کرکه لري:

"د هغې له سړیو کرکه نشته".

خو که داسې ده د کنګنا په ویلو او کولو کې ولې توپیر دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کنګنا ممبيي کې له وویک اوبرای سره.

د "شاهد"، "سیټي لایټ" او "علي ګړ "په څېر د فېلمونو جوړوونکی هنسل مهاتا وايي، چې فېلمي صنعت کې له سري دیوي وروسته کنګنا غوره هنرمنه ده.

د فېلم "سمرن" لارښود هنسل مهاتا دا هم وايي، که بالیووډ کې کوم اتل کوم ډول مشوره ور کوي نو مرسته بلل کېږي، خو که اتله مشوره ور کوي، لاسوهنه بلل کېږي چې دا ناسم کار دی.

کله چې وپوښتل شو چې د فېلم اعلان کې فېلم نه و، بلکې د کنګنا شخصي ژوند په هکله پوښتنې وې، هغه ځواب کې وویل، چې دا څه د اندېښې خبره نه ده.

د هنسل خبره ده چې خلک دې وپوښتي ځواب به ترلاسه کړي چې دې کې ناسم څه دي:

"دا ډول تېروتنه بلکل نشته".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پرینکا له باليووډ وروسته هالیووډ کې هم اوس مشهوره شوې ده.

دا اونۍ پرینکا چوپړا هم پر ټوېتر د خپل فېلم پهونا اعلان کوي، چې د نورو خلکو پام ور اوښتی دی.

دا فېلم په سکم پورې تړلی چې د دریو نېپالي ماشومانو د ژوند هڅې پکې دي.

په یوه مرکه کې هغه وايي، سکم ښکلی ایالت دی چې د بلوا له امله ګډوډي پکې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پرینکا چوپړه

د دې خبرې له امله له نیوکو سره مخ شوه، ځکه خلک وايي، سکم کې کومه بلوا نشته او د هند یو امن ایالت

پرینکا هم سملاسي د یوه بیان په خپرولو سره بښنه وغوښته.