افغان مېرمنې په اتو انځورونو کې

افغان خاوره د کلتورونو ګډوله بلل کېږي. مختلف افغان توکمونه پکې اوسېږي، که تر ډېره یو او ګډ کلتور لري، خو بیا هم ځینې دودونه، لکه د جامو اغوستلو ډول او نور ان یو بل ولایت کې سره توپیر لري. په ایران کې عکاسې فاطمه حسیني له ۲۰۱۶ کال تر ۲۰۱۷ د افغان مېرمنو د لباس په هکله څېړنه کړې او په دواړو هېوادونو کې یې څو نندارتونونه هم جوړ کړي دي. هغې خپل ځینې انځورونه بي بي سي ته سپارلي دي.

چهره‌های پشتون، تاجیک، ازبک، قزلباش، هزارگی به همراه پوشش خاص این قوم ها در این مجموعه چیده شده است.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح،

د انځورونو دا ټولګه د مختلفو افغان توکمونو د مېرمنو د څېرې او د دوی د لباس د ثبتولو لپاره ده.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح،

د پښتنې، تاجکې، ازبکې، قزلباشې او هزاره مېرمنې څېره له ځانګړي لباس سره د تهران په یوه سټوډیو کې عکاسي شوې ده.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح،

په انځور کې افغان مېرمنې دود مات کړی چادري پر سر لوڅ مخ په ښکلې او دودیزه جامه کې انځور شوې ده.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح،

فاطمه حسیني په انځورګرۍ کې ماسټري کوي او دې موضوع ته یې خپل تیزس څانګړی کړی دی.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح،

ډېر انځورونه په سټوډیو کې اخیستل شوي دي او د نمونو څېرې یې جوړې شوې دي.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح،

فاطمه وايي، افغان مېرمنې رنګیزې، نازکې او ځواکمنې دي، خو تاوتریخوالي او ټولنیزې کمزورۍ پر هغوی پرده اچولې ده.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح،

انځورونه او بڼې یې په هر ولایت کې ستایل شوې دي.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح،

پخوانیو تمدنونو او مختلفو دورو هم پر ځاني او ډله ییزو څېرو اغېز پرېښودلی دی.