د پاکستانۍ فلمي لوبغاړې ماهره خان او رنبیرکپور جنجالي عکس

. د انځور حقوق Twitter
Image caption ویل کېږي ماهره خان او رنبیبر کپور دغه انځور په نیویارک کې اخیستی دی

پاکستانۍ فیلمي لوبغاړې ماهره خان او د هندي فیلمي لوبغاړي رنبیر کپور په جوړه‌يي عکسونو بېلابېلې تبصرې روانې دي.

یو شمېر رسنیو یادو انځورونو ته په کتو د دوی د خپلمنځي اړیکو په اړه عجیبې او غریبې کیسې هم لیکلې دي.

رسنیو له یادو عکسونو سره د ماهره خان او رنبیر کپور یوه پخوانۍ ویډیو هم مله کړې چې دواړه پکې بحث کوي.

پوښتنه دا ده چې له انځورونو او یوې عادي ویډیو د انسانانو د خپلمنځي اړیکو اندازه لګول سمه چاره ده؟

که پر خواله رسنیو پر خپرو شویو عکسونو د خلکو کمنټونه وشنل شي، نو پته یې لګي چې ناروغ ذهنونه څه ډول فکر کوي؟

د ماهره خان له خوا د سګرټ څکولو یا د غرب سټایل کاليو اغوستلو انځورونه د پاکستان نوم ته څه تاوان لري؟

د هېوادونو عزت او دبدبه د ښځو د کالیو، خوراک او څښاک په بڼې پورې ولې غوټه کېږي؟

او رښتیا د عزت طوق ولې تل د ښځو په غاړه کې ګڼل کېږي؟

د انځور حقوق Twitter
Image caption پر دغو انځورونو په خواله رسنیو کې ډېر بحثونه شوي دي

د ګول مال سیریز راتلونکې لړۍ 'ګول مال ریټرن' کې د کرینه کپور ځای پرینیتی چوپړا ته ور کړل شوی دی.

د ګومال ریټرن لنډه‌کي فیلم (ټرېلر) بازار ته وتلی، چې نامتو فیلم جوړوونکي روهیت شیټي جوړ کړی دی.

له دغه لنډه‌کي فیلمه معلومېږي چې فیلمډله یې د پخوا په پرتله نوې شوې ده. په ټرېلر کې د اجی دیوګن تر څنګ د کرینه پر ځای پرنیتي چوپړه او تبو لیدل کېږي.

د انځور حقوق INSTAGRAM
Image caption په ګول مال ریټرن کې د کرینه کپور ځای پرینیتی چوپړا ته ور کړل شوی دی.

تبو وايي، له مودو په یاد سیریز کې د لوبېدو لېواله وه خو چې کله ورته پکې د کار کولو وړاندیز شو، مخکې له دې چې متن یې وګوري، ور سره یې ومنله.

د هغې په خبره، باوري وه چې روهیت شیټي به وړ رول ورته ساتلی وي.

روهیت شیټي وايي، ډېر وخت یې د کیسې په موندلو لګولی، ځکه دی د ناسمې کیسې پر فیلمولو له لیدونکو سره دوکه نه کوي.

د انځور حقوق INSTAGRAM TABU
Image caption تبو وايي، د فیلم له متن کتلو پرته یې پکې رول لوبول ومنل

فیلمي لوبغاړی راج کومار راو وايي، ده او د 'نیوټن' فیلمډلې ته د جشن موکه ده، ځکه له یوې خوا یې راتلونکې اونۍ فیلم نندارې ته وړاندې کېږي او له بلې خوا به یې فیلم د هندوستان له رسمي چینلونو د اوسکار فیلمي جایزې ته ونومول شي.

د انځور حقوق RAINDROP MEDIA
Image caption راج کومار وايي، ده او فیلمډلې ته یې د جشن موکه ده

'نیوټن' فیلم د هندوستان په 'چتیس ګړه' کې پر پېښېدونکو مسلو راڅرخي چې له اره یې توره کومیډي بللی شو.

د راج کومار د خوشالۍ یو راز دا ده چې په فیلم کې مرکزي رول ده پخپله لوبولی دی.

د انځور حقوق RAINDROP MEDIA