هنري شېبې

کازوو ايشيګورو په اصل جاپانی اوس بريتانوی اديب دی، چې دا دوې ورځې مخکې یې د ادبياتو نوبل جايزه وګټله. ده باور نه کاوه، او چې د جايزې له اعلان وروسته يې لندن کې له کور بهره د ټلويزني رسنیو خبريالان غونډ شوي وو، حيران و چې څنګه يې دومره ژر د استوګنې د ځای پته ورته لګېدلې. راځئ، دا د هنر نور بېلابېل خبرونه يې د دې اوونۍ هنري شېبو کې وګورو.