افغان فلم فيسټېوال ته ورسېد، خو جوړونکي ته یې ویزه نه ده ورکړل شوې

فلم د انځور حقوق FAISAL JAMALYAR MOVIE
Image caption د یوسف په نامه د یوه میین ځوان کیسه په دغه فلم کې را اخیستل شوې

یو افغان فلم 'مرغۍ مرغۍ نه وه ' د امریکا په فلوریډا کې د 'فورټ لوډرډېل ' تر فیسټیوال رسېدلې خو جوړونکو ته یې د امریکا سفارت ویزه نه ده ورکړې.

د یوسف په نامه د یوه میین ځوان کیسه په دغه فلم کې را اخیستل شوې، چې له کونډې مور او معلولې خور سره اوسي، خو له وزګارۍ او فقر سره لاس او ګریوان دی.

دغه ځوان د جومات ملا امام د کار په پلمه مدرسې ته بیايي او دغه مدرسه کې تنکي ځوانان ځانمرګي بریدونو ته هڅول کېږي. د فلم ډایریکټر ضیا آرش وايي، د فلم کیسه د هغو واقعیتونو انځور وړاندې کوي، چې په افغان ټولنه کې بیا بیا پیښېږي:

''کله چې ما ته وړاندیز وشو، یوه ښه سوژه وه، یوه افغاني سوژه وه، چې رښتیا هم د افغانانو ستونزې په کې یادې شوې، ځکه مې وغوښتل دغه فلم جوړ کړم. ''

دغه فلم درېیو نړیوالو فیسټوالونو کې نندارې ته وړاندې شوی، چې یو یې هم د امریکا فلورېډا کې د فورټ لوډرډېل فلمي فېسټوال دی.

افغان فلم "ولسمشر ته لیک" د اوسکار جایزې ته وړاندې شوی

افغان فلم د اوسکار په نوملړ کې و نه منل شو

د فلمونو نوې بڼې ته د افغان فلم جوړونکو مخه

د فلم جوړونکی او ډایرکټر فېسټوال کې ګډون ته بلل شوي دی، خو فیصل جمالیار چې د فلم پروډیوسر دی او فلم کې یې مرکزي رول هم لوبوي وايي، کابل کې د امریکا سفارت د ویزې له ورکړې ډډه کړې. نوموړی وايي په دې تړاو یې ډاډمنونکی ځواب نه دی موندلي.

د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې د امریکا سفارت په لیکلي ډول ویلي، چې امریکا کې د کډوالو د قانون له مخې له ویزه غوښتونکي پرته بل چا ته ځواب نه ورکوي.

د فیسټوال سمبالوونکي بیا وايي، دغه فلم د امریکايي نندارچیانو لپاره خورا مهم او د فېسټوال پر مهال د فلم لوبغاړي په توګه د فیصل جمالیار شتوالی اړین دی.

که څه هم د افغانستان نوم د هغو هېوادونو په نوملړ کې نه شته، چې د امریکا ویزې پر ورکړې بندیز پرې لګېدلی، خو په ټول کې امریکا ته د ورتګ شرایطو سختوالي افغان ویزا غوښتونکي هم اغېزمن کړي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په دې اړه وايي، هر هېواد حق لري، چې چا ته ویزه ورکړي او یا یې ور نه کړي.

د ویزې رد شوي غوښتنلیکونه

دا لومړی ځل نه دی، چې امریکا د افغان ویزا غوښتونکو غوښتنه ردوي.

د رپوټونو له مخې امریکا د افغانستان ولسي جرګې د مشر ویزه غوښتنلیک هم رد کړی و او د سږ کال په جولای میاشت کې افغان روباټ جوړونکو نجونو ته هم د دغه هېواد ویزه نه وه ورکړل شوې، خو په وروستیو شېبو کې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لور ایوانکا ټرمپ له مداخلې وروسته هغو نجونو ته اجازه ورکړل شوه، چې امریکا ته سفر وکړي.

ننداره کالم: 'وږمه' افغان هنري فلم

''افغانستان کې د سینما حالت اندېښمنونکی دی''

ښايي د امریکایانو اندېښنه په هغه هېواد کې د خلکو د پاتې کېدو وي. تېره اونۍ د امریکا د مرستو څار ادارې یا سیګار ویلي و، له ۲۰۰۵ کال راهیسې ۱۵۰ افغانان چې د پوځي زده کړو لپاره امریکا ته تللي وو، تښتېدلي دي.

د مرغۍ مرغۍ نه وه فلم به څو ورځې وروسته د امریکا فلوریډا د فورټ لوډرډېل فیسټوال کې نندارې ته وړاندې شي.