د انوشکا او ویرات پر واده د ملتپالنې بحث

وراٹ اور انوشکا شرما د انځور حقوق Instagram

د هند هنرمنې انوشکا شرما او کرېکټر ویرات کولي په ایټالیا کې واده وکړ. دغه کار یې ځینې خلک د ملتپالنې او هېوادپالنې خلاف بولي.

د ناوې زوم د خپلوانو شکایت به وي یا نه، خو د مدیه پردېش د بي جي پي د ایالتي پارلمان غړي پنا لال شاکیه د دوی په دې کار نیوکه وکړه.

هغه په یوه پروګرام کې وویل، لکه چې د واده لپاره هند کې ورته ځای پیدا نه شو: "هند دومره بې ارزښت دی؟"

* انوشکا شرما او ویرات کوهلي سره واده شول

* د ویرات کوهلي او انوشکا شرما د واده انځورونه

دی وايي، پیسې دلته ترلاسه کوي، شهرت یې دلته ګټلی، خو د واده لپاره په ملیاردونو روپۍ له دې ځای وړي:

"د هند خاوره دوی ته څه مانا نه لري، له دې ښکاري چې له وطن سره مینه نه لري، دوی له وطن سره مینه نه لري".

واده او هيواد پالنه

د انځور حقوق Twitter/@Virushka__folyf
Image caption انوشکا او ویرات له واده وروسته.

یواځې سیاستوال نه دي چې د شرما او کولي پر دغه کار نیوکه کوي، بلکې نور خلک هم ورته نظر لري او په دې کار یې له هېواد پالنې پرته بولي.

فیسبوک کارن ازاد بهارت د انوشکا او ویرات انځورونه شریک کړي او دا یې ورته لیکلي دي:

"تاسو د خپل هېواد خلکو ته د ګټې رسولو په هکله په خوب کې هم سوچ نه کوئ".

نوموړی زیاتوي: "ستاسو په څېر د شتمنو زړونو کې که کومه ورځ داسې خیال پیدا شو، نو په هغه ورځ به هند د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد شي".

دا پوسټ له ۳۵ زرو ډېرو کسانو شریک کړی دی.

د انځور حقوق Facebook
Image caption له دې انځور سره فیسبوک کارن لیکلي، هندیان دي، خو د هند ارزښت نه پېژني.

یو بل کارن رام موهن جا لیکلي: "موږ داسې خلکو ته له سر تېر یو، خو دا خلک د هېواد لپاره نه بلکې د ځان لپاره لوبېږي، ټولې پیسې بهر لګوي، هند په څه کم دی چې دوی بهر کې واده کوي".

د بیم ببلي بانو په نوم بله کارنه لیکي: "دې خلکو وښوده چې هېواد ته ځان مسوول نه بولي، داسې خلک ولې د ملتپالنې خبرې وکړي، هغوی یواځې پیسې پېژني".

خو نورو کسانو د انوشکا او کولي په ملاتړ خبرې کړې دي.

د انځور حقوق Anushkar sharma/Twitter
Image caption دواړو له واده وروسته دا انځور خپور کړ.

امت جان د طنز په ژبه لیکلي: کولي تاسو هند ته ستانه شئ او د بي جي بي د اسمبلي له غړي د ملتپالنې سند واخلئ، ته او انوشکا ملتپال نه یاست.

د انوراګ اګروال په نوم بل کارن لیکلي، هغوی چې ویرات او انوشکا نیوکې کوي، که اروپا ته د تللو چانس ورته برابر شي نو لاړ به شي.

د ده په خبره، ځینې کسان د خپلې خوښې له مخې د ملتپالنې او هېواد پالنې سند وېشي.

اړونده مطالب