د چین لومړی امپراتور څنګه د ژوند اکسیر په لټه کې و؟

چین

د عکس سرچینه، CHINA PHOTOS/GETTY

د عکس تشریح،

د امپراتور په قبر کې د خټین پوځ مجسمې له اتو زرو پوځيانو او اسونو او ګاډیو سره "تر مرګ وروسته د هغه د ساتنې لپاره" جوړې شوې.

یوې نوې لرغونڅېړنې په ډاګه کړې چې د چین لومړی امپراتور له میلاد ۲۰۱۰ کاله وړاندې، په ۴۹ کلنۍ له مړینې وړاندې د ژوند د اکسیر په لټه کې و.

د "خټین پوځ" بنسټګر کي شي هیونګ د چین په لروبر کې خپلو ټولو کسانو ته د افسانوي شرابو موندلو امر وکړ، داسې چې هغه ته بېرته خپله تلپاتې ځواني ورستنه کړي.

څېړنه ښيي، د امپراتور په دې امر سره پر زرګونو لرګینو دړو د ۲۰۰۰ کلنو هغو متنونو څېړنه پیل شوه، چې د اکسیر په اړه معلومات پکې وو. دا هغه وخت و چې چینایانو لا کاغذ نه و اختراع کړی او متنونه په لرګینو دړو لیکل کېدل.

په ۲۰۰۲ کال د چین مرکزي هیونین ولایت په یوه څاه کې دا ډول لرګینې دړې وموندل شوې.

په دې دړو کې د امپراتور فرمانونه لیکل شوي چې سیمه ییزو حکومتونو یې ځوابونه هم ورکړي.

په دې کې د "لانګیا" سیمه هم یاده شوې، چې وګړو یې باور درلود په یوه "سیمه ییز غره کې یو بوټی" د ژوند د اکسیر وړتیا لري.

د عکس تشریح،

لرغونپوهانو چې دا مجسمې یې له نژدې لیدلي وايي لومړی په یوه تازه رنګ رنګول شوې وې.

د چین امپراتور "خټین پوځ" جوړ کړ، چې دی په همدې پوځ ډېر مشهور شوی هم دی او هڅه یې دا وه تلپاتې وي.

د امپراتور په قبر کې د خټین پوځ مجسمې له اتو زرو پوځيانو او اسونو او ګاډیو سره "تر مرګ وروسته د هغه د ساتنې لپاره" جوړې شوې.

د ویډیو تشریح،

د ټرکوټا پوځ د سرتېرو مجسمې. کروندګرو لومړی په شیان کې د یوې مجسمې سر وموند او بیا یې لرغونپوهان ور وغوښتل چې و یې څېړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images