هند کې هېرې شوې پښتنې "شین خالۍ"

شین خالۍ د انځور حقوق Toss
Image caption په جیپور کې د فضا پرانستې ټولنې(TOSS) کې د"شین خالۍ" په نامه د هغې هنري پروژې پرانسته پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي وکړه، چې دغلته د مېشتو هندو پښتنو مېرمنو په ویاړ جوړه شوې.

څه باندې۷۰ کاله وړاندې، کاکړو پښتنو کډې بار کړې خپله مېنه، کور او ګودر یې پرېښود او د هند د جیپور سیمې پر لور روان شول. کاکړو پېغلو نوې مېنې ته له رسېدو سره د سفر ګرد او خاورې له مخه پاک کړل، خو پښتني ټومبلي شنه خالونه یې رنګین پاتې شول.

لسیزې وروسته په جیپور کې لا اوس هم هندو پښتنې شین خالۍ د افغانیت نښه پر خپلې بشرې ګرځوي.

په جیپور کې د فضا پرانستې ټولنې(TOSS) کې د"شین خالۍ" په نامه د هغې هنري پروژې پرانسته پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي وکړه، چې دغلته د مېشتو هندو پښتنو مېرمنو په ویاړ جوړه شوې.

شین خالۍ په اصل کې د هغې شپږکلنې څېړنې او مستند فلم یوه برخه ده چې شلپي بترا ادواني ترسره کړې او پر کال ۱۹۴۷ د پاکستان له جوړښت وروسته هند ته د کاکړانو پر کډه کېدو او اوسني وضعیت یې څرخي.

شی د انځور حقوق Toss
Image caption د شین خالۍ د هنري پروژې تر ټولو زړه ښکونکي توکي قاب شوي بېلابېل عکسونه او د کاکړي کمیسونو زړې جوړې وې چې نندارچیانو په لېوالتیا ورته کتل.

د دغې ټولنې زړې مېرمنې اوس هم پر مخ او لاسونو شنه خالونه لري چې پښتني دودیز سینګار کې د ښایست نښه بلل کېږي.

خو څرنګه چې له خپل وطنه مسافر کېدل انسان بي اهمیته کوي، د دوی د شنو خالونو ښایست هم په پېغور واوښت. دغو مېرمنو ته به خلکو په ټېټه سترګه کتل او د دوی پر پښتني کالیو او خالونو یې ملنډې وهلې.

شلپي هڅه کړې د دغو سپین سرو د ژوند د څرنګوالي او تجربو په هغو کیسو ځان پوه کړي چې له لسیزو راپدېخوا ناویلې پاتې دي. د دوي کالي، ګاڼې، موسیقي او دودیز کړه وړه یې مطالعه کړي.

د دغو کېسو او توکیو د هر یوه ترشا یو تاریخ پروت دی په سپړلو یې د دوی د پښتني خاصیتونو رېښو ته ور رسېدلی شئ.

شلپي "د شین خالۍ هنري پروژې"له لارې دغو کاکړانو پورې اړوند راټول کړل. تر ټولو لومړی شلپا غوښتل د خپلې انا د ژوند شېبو ته بیا ساه وروبخښي او یو ځل یې لکه ژوندي انځور په نورو هم وګوري.

کرزی د انځور حقوق Toss
Image caption لسیزې وروسته په جیپور کې لا اوس هم د هندو پښتنې شین خالۍ د افغانیت نښه پر خپلې بشرې ګرځوي.

حامد کرزي، ورسره کسانو او د دغې ټولنې سپین سرو او سپین ږیرو د "شین خالۍ"د مستند فلم یوه برخه وکتله او بیا یې د ټولنې له تر ټولو مشرې سره نندارتون پرانست.

د شین خالۍ د هنري پروژې تر ټولو زړه ښکونکي توکي قاب شوي بېلابېل عکسونه او د کاکړي کمیسونو زړې جوړې وې چې نندارچیانو په لېوالتیا ورته کتل.

دغه کمیسونه تر دې وړاندې په کنډوالو او له نظره لېرې ځایونو کې پراته ول.

د هندو پښتنو ټولنه له کلونو راهیسې د هویت له بحران سره مخ ول، کله به یې ځانونه بنجابیان بلل او کله هم بلوڅان، خو له خپل کاکړ او پښتون هویته بې برخې پاتې ول.

پخواني ولسمشر کرزي وویل:"دا مستند فلم د ټولنې د سره نژدې کولو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. دا چې دغه ټولنه پښتو غږېږي نو تاسې کاکړ یاست، هندو پښتانه یاست."

کرزی د انځور حقوق Toss
Image caption سربېره پر دې چې پخپله شلپي سره لږه پښتو ویل شوې خو خبرې پرې کولی شي.

ښاغلي کرزي دوی ته په خطاب کې وویل:"د دې وخت رارسېدلی چې خپل هویت د ځان کړئ او پرې وویاړئ."

ویل کېږي د هېر شوي دود او ارزښتونو په کتو ددغې ټولنې غړي په کالیو کې نه ځایېدل.

کاکړۍ غاړې چې په پښتو شعر کې ځان ته مقام او اهنګ لري یو له تر ټولو موزون انداز کې وي. د نندارتون پر مهال چې پښتو سندرې په تالار کې غږېدې له پلرني ټاټوبي لېرې، سپین سرو مېرمنو هم ورسره جوړه سندرې ویل پیل کړل.

توره شپه ده توره خونه شین خالۍ نه ده معلومه

توره شپه به خدای رڼا کړي شین خالۍ به خدای پیدا کړي

مازدیګر د ګودر غاړه شین خالۍ ده را روانه