سلمان خان: نجلۍ مې ومونده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سلمان او جیکلین فرنانډیز ښه دوستان بلل کېږي.

د هندي فلمي نړۍ مشهور مجرد نارینه سلمان خان اوس په خپله خوله وايي، چې نجلۍ یې موندلې ده. د سې شنبې پر ورځ سلمان خان پر ټویټر پاڼه یوازې یوه کرښه پیغام خپور کړ:

''ما نجلۍ ومونده. ''

د نوموړي له دغو څو ټکیو وروسته د خلکو ځوابونه راغلل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ایشوریا نیولې تر کترینه پورې ډېر نومونه له سلمان سره یاد شوي

خلکو بېلا بېلې پوښتنې پیل کړې:

''ایا سلمان واده کوي؟ ''

''نجلۍ څوک ده، چې سلمان یې په اړه د ټویټر له لارې اعلان کوي؟

وویکا نند سینګ نومي یوه ټویټر کاروونکي لیکلي:

'وروره اوس یې له لاسه ورنه کړې. '

د انځور حقوق Getty Images/afp

یو بل چا لیکلي:

'وروره اوس نو ژر واده وکړه. سلمان پاشا نومي یوه بل سړي لیکلي، چې دا ورېندار به مو څوک وي؟

امیت بیا وايي:

'زما لپاره یې هم لټون وکړه! '

سلمان دا وروستیو کې ویلي و نن سبا د اولاد په توګه د یوه ماشوم پالنې ته فکر کوي.

د انځور حقوق Twitter
Image caption سلمان ټویټ

د سلمان خان نوم له ایشوریه رای نیولې، تر کترینه کیف او یولیه وینتور پورې ډېرو نومونو سره غوټه شو، خو هېڅکله هم خبره تر وداه و نه رسېده.

په هر صورت پر خواله رسنیو له نژدې دوه ساعته اوږده اړودوړ وروسته سلمان خان بیا ولیکل:

''اندېښنه مه کوئ، د آیوش شرما د نوي فلم لپاره مې نجلۍ وموندله. ''

آیوش شرما د سلمان خان د خور ارپتا میړه دی او سلمان د خپل اوښي لپاره فلم جوړوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption آیوش شرما د سلمان خان د خور ارپتا میړه دی او سلمان د خپل اوښي لپاره فلم جوړوي.

سلمان وايي د دغې نجلۍ نوم ورینه دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کرینه کپور له سلمان سره بارلي ګارلا فلم کې رول لوبولی

له سلمانه نژدې هر مرکه کوونکی دا پوښتنه کوي، چې واده به کله کوي او څرګنده ده، چې له دغسې ټویټر پیغامه وروسته د خلکو ذهنونو کې د هغه د واده په اړه فکر پیدا کېده.

اړونده مطالب