د احمد شاه بابا د لمانځه ځای او د هر چا کور

فتحپوري جومات د انځور حقوق بي بي سي پښتتو
Image caption د جومات دېوالونه لکه له تاریخه راپاتې زاړه کتابونه سولېدلي

لمر د جومات منارو په اوږو نیولی و. څپلۍ مې وکښلې، په دنګه او لویه دورازه مې نوم ته وکتل "فتحه پوري مسجد".

په کوڅه کې د تودو کولچو بوی حواس رانازول. د مسجد وره کې دوه سپي غلي پراته وو، ته وا ساه ترې تللې. جومات د چاندني چوک مشهور بازار کې دی.

د بي بي سي خبریال یما بارز د "ابدالي پلونو" په لړۍ کې ورته اشاره کړې. وايي،احمد شاه ابدالي چې ډیلی فتح کړ، شاهي ماڼۍ ته له تګ مخکې یې دلته لمونځ وکړ.

مخامخ مهراب ته ورغی، له عالم ګير ثاني سره یې ولیدل. ورته وې ویل چې د ډیلي واکمني دې درته مبارکه وي، او د ورور خطاب یې ورته وکړ.

فتحپوري جومات د انځور حقوق بي بي سي پښتو

دا چې ولې احمد شاه بابا هلته ولاړ، ښاغلي بارز یې ځواب دا موندلی چې پاچایان سره کیني یو لوی ځای په کار دی.

د دې جومات شاوخوا دوه نور جوماتونه هم دي، خو واړه دي. روحاني مقام یې هم اغېز لري. او دوه غاړي د ناستې لپاره اوس هم جومات ټاکي. د جومات دیوالونه لکه له تاریخه راپاتې زاړه کتابونه سوليدلي، ټپي، ټپي و، خو رنګونه یې ښکارېدل.

دوی یې له سرو ډبرو رغولي. انګړ یې دومره لوی نه و، ګرد چاپېره وړې کوټې وې. تبلیغان او هغه مساپر چې د دین په خدمت راوتلي وو همدې وړو کوټو کې مېشت وو. یوې ته مې سر ورښکار کړ، یو ځوان هلک تورې څڼې، سترګې په رنجو لړلې، سپين د ململو کالي په غولي ناست و.

بل سړی چې لږ یې وزن ډېر ښکاېده، ګډه وډه ږېره یې وه په کټ کې ناست ده ته یې څه ویل. د ځینو خونو مخته په تنابونو کالي راځوړند و. د لويې دروازې څنګ ته زینې وې، یوه ښځه تور پړونی او شنه کمیسه لاس تر زنې پکې ناسته وه.

فتحپوري جومات د انځور حقوق بي بي سي پښتو

مخامخ یې ممبر ته کتل، هېڅ غړی یې نه ښورېده، ښايي د جومات د دیوالونو د چوپتیا غوندې دې هم ډېرې خبرې ستوني کې ګنډلې وې.

له دې ور ها خوا بله ښځه وه. پړونی یې یوازې ککرۍ پټه وه، وړو یې مخته لوبې کولې. د انګړه منځ کې له څو قبرونو راتاویېږي، فکر کوم پټ پټونی سره کاوه.

فتحپوري جومات د انځور حقوق بي بي سي پښتو

لږ را دې خواته دوه نورې ناستې وې. قران شریف لولي، یوې سره ماشوم هم راغلی مخته یې منډې را منډې وهي.

د ممبر خواته روانه وم، سړي ته مې وویل د عکاسۍ اجازه شته؟ د هو په مانا یې سر راته وښوراوه نور تېر شو. د جمعې د لمانځه ځای کې دوه نارینه ناست دي. یو یې لږ ځوان بل یې په عمر پوخ ښکاري.

فتحپوري جومات د انځور حقوق بي بي سي پښتو

ځوان مې په انګریزي وپوښت چې د جومات په اړه راته ووايي "دا جامع جومات دی. په اوولسمه پېړۍ کې د مغولو ملکې فاتحه پوري بېګم جوړ کړی و. د بريتانويانو سره په جنګ کې پناه ځای هم و. مدرسه هم لري." ده راته وویل هره جمعه د جمعې لمونځ په کې کېږي. د جمعې لمانځه ته ښځې هم راځي خو له سړیو جلا دریږي. د انګړه منځ کې کوترو ته دانه اچول شوې وه.

فتحپوري جومات د انځور حقوق بي بي سي پښتو

څو بهرنیان ښايي د اروپا یا امریکا یا هم بل ځای وو انګړه کې یې پښې غځولې وې. درې یې نارینه یوه نجلۍ وه. د نجلۍ سر او مټې لوڅې وې، تنګ پتلون یې و. دوی خندل او فکر کوم جومات په تاریخ سره غږېدل.

موږ راووتلو. بيزوګانو د جومات په بامونو اتڼ کاوه. کوڅه کې مخامخ د بوتانو پلورنځی و. لږ ور وړاندې کلیسا وه. ورپسې د خوږو، کالیو، رنګونو، ګلانو او ګاڼو دوکانونه وو. ګڼه، ګوڼه وه، کوڅه تنګ خو زړونه پراخ ځکه خو په تګ راتګ کې ټکر نه کېده.

فتحپوري جومات د انځور حقوق بي بي سي پښتو

یو سړی د تګ راتګ لار کې غځېدلی و، شړۍ یې په سر ورکش وه. سپی یې هم ورپټ و. هغه کوڅه چې فاتح احمد شاه بابا به په کې یو وخت ارام ګرځېده اوس په کې د بېلابېلو ادیانو عبادت ځایونه څنګ په څنګ ولاړ وو.

انسانانو او نورو ژوندي سارو ته یې نه ډار پيښاوه نه ګواښ ژوند سولې خوږ کړی و.

فتحپوري جومات د انځور حقوق بي بي سي پښتو

.