باليووډ کې ښځې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

باليووډ کې ښځې

د هند فېلم صنعت چې په باليووډ مشهور دی، د نړۍ يو تر ټولو لوی فلم صنعت دی، خو له اوږدې مودې په ژور ډول د جنسيتي توپير پاللو نوم ورسره تړلی دی.

خو چارې داسې ښکاري اوس په بدلېدو وي، چې ډېرې ښځې په کې د نارينه وو تر اغېز لاندې دندو ته مخه کوي.

يوه مخکښه یې هم هټال ډېډيا ده، چې د باليووډ فېلم سېټ رڼاکولو لومړۍ او یوازينۍ مشره کارکوونکې ده.