مادونا: زوی به مې د مالاوي راتلونکي ولسمشر وي
ډیویډ بانډا د مادونا په زویولۍ نیول شوی مشر زوی دی
د پاپ موسیقۍ سندرغاړې مادونا په یوه ټویټ کې ویلي، زوی به یې ډیویډ بانډا د "مالاوي راتلونکی ولسمشر" وي. اوسمهال ډیویډ بانډا ۱۲ کلن دی.
دغه امریکایۍ سندرغاړې شپږ ماشومان لري، چې څلور یې له مالاوي څخه په زویولۍ نیولي.
رپوټونه وايي، د افریقا سوېل ختیځ کې له مالاوي سره د مادونا اړیکي څپ څپانده شوي.
په ۲۰۱۳ کال، مالاوي پر مادونا تور لګولی، چې "ددولت واک" یې منحصر کړی.
د مادونا د چارو یوه سمبالوونکي د مالاوي پر حکومت تور لګولی چې ګني د هغې له خیریه مؤسسې سره کینه کوي. هغې دا خیریه مؤسسه په ۲۰۰۶ کال د ډیویډ زویولۍ نیولو پرمهال جوړه کړې ده.
ډیویډ بانډا د مادونا په زویولۍ نیول شوی تر ټولو مشر زوی دی.
د مادونا دې کار مالاوي کې ځینې لانجمن بحثونه پارولي؛ ځکه چې د مالاوي قانون له هغو میندو او پلرونو چې نور ماشومان په زویولۍ یا لورولۍ نیسي، غواړي چې لږترلږه په زویولۍ د ماشومانو تر نیولو وړاندې یو کال په دې هېواد کې اوسېدلي وي.
"د ولسمشر پر ورځ زه د مالاوي د راتلونکي ولسمشر ورځ لمانځم!".
په ۲۰۰۹ کال د مالاوي یوې محکمې د یوې نجلۍ په لور نیولو د مادونا غوښتنه رد کړې وه، ځکه چې هغې په هېواد کې یو کال نه و تېر کړی.
خو مادونا د محکمې د حکم پرضد ستره محکمه کې بیا خپله قضیه راپورته کړه او دویمه ماشومه میرسي جیمز یې په لورولۍ ونیوه.
تېر کال مالاوي کې چارواکو یوځل بیا مادونا ته د ماشومانو په زویولۍ یا لورولۍ نیولو اجازه ورکړه، همدا وو چې د دوو غبرګونو ایسټر او سټیلا موالي مور شوه.
ماډونا د 'سپینه ماڼۍ چوي' څرګندونو دفاع کړې
د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرضد لاریون کې د امریکايي مشهورې سندرغاړې ماډونا څرګندونو امریکا کې نیوکې راپارولې دي. ماډونا د شنبې په ورځ وویل، فکر کوي چې ''سپینه ماڼۍ وچوي.''